Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 22:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 کۀ مونږ د مالِک خُدائ نافرمانى وکړه او د دې دپاره مو خپله قربان‌ګاه جوړه کړه چې په دې باندې نذرانې وسوزوو او يا يې د غلې نذرانې او سلامتۍ نذرانې دپاره استعمال کړُو، نو مالِک خُدائ دې په خپله مونږ له سزا راکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 22:23
10 Iomraidhean Croise  

خو چې په کومه غوښه کښې وينه وى هغه به نۀ خورئ، دا ستاسو دپاره منع ده ځکه چې په وينه کښې ژوندون دے.


بادشاه هغه د وفادارۍ خِدمت هېر کړو چې د زکرياه پلار يهويدع د هغۀ دپاره کړے وو او هغۀ زکرياه ووژلو. کله چې زکرياه مړ کېدو، نو هغۀ چغه ووهله، ”مالِک خُدائ دې زما په حال نظر وکړى او زما بدل دې تا نه واخلى.“


کۀ چرې زۀ يو بدکاره انسان له خبردارے ورکړم چې تۀ به يقين سره مړ شې، او تۀ هغه د دې نه خبر نۀ کړې او يا ورسره خبرې ونۀ کړې او يا يې د خپلو غلطو لارو نه منع نۀ کړې ترڅو چې د هغۀ ژوند بچ کړې، نو دغه بدکاره به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى، خو تۀ به د هغۀ د مرګ ذمه وار يې.


خو کۀ محافظ دشمن وګورى چې راروان دے او بيګل ونۀ غږوى چې خلقو له خبردارے ورکړى او دشمن راشى او کۀ د يو سړى ژوند ختم کړى، نو هغه سړے خو به د خپلې ګناه په وجه مړ شى، خو زۀ به محافظ د هغۀ د مرګ ذمه وار وګرځوم.


کله چې زۀ يو بدعمله ته ووايم، ”اے بدعمله، تۀ به په حقيقت کښې مړ شې،“ او تۀ د هغوئ سره خبرې ونۀ کړې چې هغوئ د خپلو عملونو نه واوړى، نو هغه بدعمله به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى، او زۀ به تا د هغۀ د مرګ ذمه وار کړم.


مالِک خُدائ به يو ځائ خوښ کړى چرته به چې د هغۀ عبادت کيږى او هلته به تاسو هغۀ له هغه هر څۀ راوړئ چې ما يې حُکم درکړے دے، يعنې خپلې سوزېدونکې نذرانې او خپلې نورې قربانۍ، ستاسو لسمه حِصه او منښتې او هغه خاص نذرانې چې تاسو د مالِک خُدائ سره د هغې وعده کړې وى.


هغه به زما په نوم خبرې کوى او هر څوک چې د هغۀ د منلو نه اِنکار وکړى نو سزا به ورکړم.


مونږ داسې ځکه وکړل چې په راتلونکى وختونو کښې ستاسو اولاد زمونږ اولاد ته ونۀ وائى چې ستاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک سره هيڅ کار نشته.


نو زمونږ د يو بل سره وعده دې بيا هم نۀ ماتيږى. کۀ دا ماته شى، نو مالِک خُدائ به تا له سزا درکړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan