21 د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلو خلقو د نمرپرېواتۀ طرف ته قبيلو د کورَنو مشرانو ته په جواب کښې ووئيل،
نرم جواب غصه سړوى، خو سخته خبره غصه لمبه کوى.
انسان په خپل زړۀ کښې منصوبې جوړوى، خو د هغوئ فېصلې مالِک خُدائ کوى.
څوک چې د خبرې اورېدو نه مخکښې جواب ورکوى، دا د هغۀ کم عقلتوب دے او د هغۀ شرم دے.
څوک چې هر وخت رښتينے جواب درکوى هغه اصلى دوست دے.
خو تۀ، اے د بيتلحم اِفراته، اګر کۀ تۀ د يهوداه په قبيلو کښې وړه يې، خو تا نه به ما دپاره هغه راشى څوک چې به د اِسرائيل سردار وى، د هغۀ نسب زوړ دے، او د پخوانۍ زمانې نه راروان دے.
پطروس هغوئ ته هر څۀ چې شوى وُو په ترتيب سره بيان کړل چې،
اے زما وروڼو او خوېندو، دا خبره ياده ساتئ چې هر څوک دې په اورېدو کښې تېز او په وينا کښې قلاره او په غصه کښې سوړ وى.
هغه راپه ياد کړئ چې د زارح زوئ عکن د هغه څيزونو سره خيانت وکړو چې د هغې تباهى ضرورى وه، د دې په وجه د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته سزا مِلاو شوه. د عکن د ګناه په وجه نور کسان هم مړۀ شوى وُو.“
”خُدائ پاک طاقتور دے. هغه مالِک خُدائ دے. خُدائ پاک طاقتور دے. هغه مالِک خُدائ دے. هغۀ ته پته ده چې مونږ داسې ولې وکړل او مونږ غواړُو چې تاسو ته هم پته ولګى. کۀ مونږ سرکشى وکړه او په مالِک خُدائ باندې مو ايمان ونۀ لرلو، نو مونږ نور ژوندى مۀ پرېږدئ.
بلکې په خپلو زړونو کښې مسيح مقدس مالِک وګڼئ، او هغوئ ته د جواب ورکولو دپاره همېشه تيار اوسئ څوک چې ستاسو نه ستاسو د اُميد د وجې تپوس وکړى.