Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 22:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 هغه راپه ياد کړئ چې د زارح زوئ عکن د هغه څيزونو سره خيانت وکړو چې د هغې تباهى ضرورى وه، د دې په وجه د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته سزا مِلاو شوه. د عکن د ګناه په وجه نور کسان هم مړۀ شوى وُو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 22:20
11 Iomraidhean Croise  

نو خلقو د مالِک خُدائ په کور کښې د هغۀ عبادت پرېښودو، دا هغه ځائ وو چرته چې د هغوئ پلار نيکۀ عبادت کولو او د دې په ځائ يې د بُتانو او د اشيرې بُت د نښو عبادت شروع کړو. د دې ګناهونو د جرم په وجه هغوئ په يهوداه او يروشلم باندې د مالِک خُدائ غصه راوستله.


ستا بدعملى صرف ستا په شان بنى آدم باندې اثر کوى، او ستا ښۀ عمل هم صرف په نورو بنيادمو اثر کوى.


بيا موسىٰ هارون او د هغۀ زامنو اِلى‌عزر او اِتمر ته وفرمائيل، ”خپل وېښتۀ ببر مۀ ساتئ او نۀ چې خپلې جامې وشلوئ چې ښکاره کړئ چې په غم غمژن يئ. کۀ تاسو داسې وکړل، نو مړۀ به شئ. او مالِک خُدائ به ټول قوم ته په قهر شى. خو نورو بنى اِسرائيلو ته اجازت دے چې په دې غم غمژن شى کوم مرګ چې د مالِک خُدائ د اور په وجه شوے دے.


اوس دا خبرې زمونږ دپاره يو مثال شو نو چې بيا مونږ د خرابو څيزونو خواهش ونۀ کړو لکه څنګه چې هغوئ کولو.


د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلو خلقو د نمرپرېواتۀ طرف ته قبيلو د کورَنو مشرانو ته په جواب کښې ووئيل،


خو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته د تباه کېدونکو څيزونو سره خيانت وکړو. عکن نومې سړى د دې حُکم نافرمانى وکړه نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته سخت غصه شو. عکن د کرمى زوئ او د زبدى نمسے وو د زارح د خاندان سره يې تعلق لرلو او دا د يهوداه د قبيلې يوه حِصه وه.


بيا هغۀ د زبدى د خاندان نه يو په يو مخکښې راوستو او عکن د کرمى زوئ او د زبدى نمسے په نښه کړے شو.


يشوَع او د بنى اِسرائيلو ټول قوم عکن، د هغۀ زامن او لوڼه، سپين زر، چُوغه، د سرو زرو ښخته په قبضه کښې واخستل او سره د دې، د هغۀ څاروى، خرونه، ګډې، خېمه او د دې نه علاوه هر څۀ چې هغۀ لرل هغوئ واخستل او د مصيبت وادۍ ته يې يوړل.


د عى سړى د ښار د دروازې نه په هغوئ پسې شول او د کانونو پورې ورپسې لاړل او د غونډۍ په لاره باندې يې ترې نه تقريباً شپږ دېرش کسان ووژل. نو بنى اِسرائيلو حوصله بائيله او ويرېدل.


او هغۀ د سدوم او عموره ښارونه تباه کړل او وې سيزل او ايره يې کړل، او د راتلونکې زمانې د بې‌دينو دپاره يې د عبرت مقام وګرځولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan