Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 22:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 نو بيا، کۀ ستاسو مُلک د عبادت دپاره ښۀ نۀ وى، نو د مالِک خُدائ مُلک ته ورننوځئ، چرته چې د هغۀ مقدسه خېمه ده. زمونږ په مينځ کښې په څۀ زمکه باندې دعوىٰ وکړئ. خو د مالِک خُدائ خِلاف سرکشى مۀ کوئ او نۀ چې مونږ سرکشه کړئ چې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک د قربان‌ګاه نه علاوه يوه قربان‌ګاه جوړه کړُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 22:19
12 Iomraidhean Croise  

د بنى اِسرائيلو د ټولو علاقو اِمامان او ليويان د يهوداه جنوبى طرف ته راتلل.


تۀ به خپل خلق دننه راولې او هغوئ به په خپل غرۀ آبادوې، هغه ځائ اے مالِکه خُدايه، چې تا د خپل ځان دپاره خوښ کړے دے، هغه پاک ځائ ته، اے مالِکه خُدايه، چې تا په خپله ودان کړے دے.


خو د فارس سلطنت روحانى شهزاده تر يوويشت ورځو پورې زما مخه ونيوله. بيا ميکائيل چې د فرښتو سردار دے، زما مدد کولو له راغلو ځکه چې زۀ د فارس بادشاه سره ګېر شوے وم.


نو په دې وجه مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ستا ښځې نه به د ښار کنجره جوړه شى، او ستا زامن او لوڼه به په تُوره مړۀ شى. ستا مُلک به ناپ کړے شى او تقسيم به شى، او تۀ به په خپله په يو ناپاک مُلک کښې مړ شې. او بنى اِسرائيل به د خپل مُلک نه پردى مُلک ته جلاوطن کړے شى.“


کله چې هغوئ هغه مُلک فتح کړو نو د هغې نه پس، د بنى اِسرائيلو ټول قوم په سيلا کښې راغونډ شو او د مالِک خُدائ د حضور مقدسه خېمه يې ودروله.


باقى بنى اِسرائيلو ته ووئيلے شول چې، ”واورئ، د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې کنعان مُلک ته ننوتلو په ځائ کښې، زمونږ په طرف باندې د اُردن سيند سره يوه قربان‌ګاه جوړه کړې ده.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan