Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 22:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 ”د مالِک خُدائ ټول قوم تپوس کوى چې تاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِلاف دا عمل ولې کړے دے؟ چې دا قربان‌ګاه تاسو د ځان دپاره جوړه کړې ده نو د مالِک خُدائ خِلاف مو بغاوت کړے دے او تاسو د هغۀ په لاره نۀ يئ روان.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 22:16
8 Iomraidhean Croise  

زۀ په دې باندې شرمېدلم چې د بادشاه نه مې يو لښکر او په آسونو سوارۀ فوجيان غوښتى وے چې زمونږ د سفر په دوران کښې د دشمنانو نه زمونږ حِفاظت وکړى، ځکه چې ما هغۀ ته وئيلى وُو چې زمونږ خُدائ پاک هغه هر چا له برکت ورکوى چې څوک ورباندې ايمان لرى، خو هر څوک چې د هغۀ نه واوړى نو د هغوئ نه خفه کيږى او سزا ورکوى.


يو اِسرائيلے يا د پردى مُلک هر يو کس چې د هغوئ سره اوسيږى چې هغه يوه سوزېدونکې نذرانه يا بله څۀ قربانى پېش کوى


د روبين او جاد خلقو کۀ تاسو د هغۀ د لارې نه واوړئ، نو هغه به يو ځل بيا دا ټول خلق په بيابان کښې پرېږدى او تاسو به د هغوئ د تباهۍ ذمه وار يئ.“


مالِک خُدائ به يو ځائ خوښ کړى چرته به چې د هغۀ عبادت کيږى او هلته به تاسو هغۀ له هغه هر څۀ راوړئ چې ما يې حُکم درکړے دے، يعنې خپلې سوزېدونکې نذرانې او خپلې نورې قربانۍ، ستاسو لسمه حِصه او منښتې او هغه خاص نذرانې چې تاسو د مالِک خُدائ سره د هغې وعده کړې وى.


باقى بنى اِسرائيلو ته ووئيلے شول چې، ”واورئ، د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې کنعان مُلک ته ننوتلو په ځائ کښې، زمونږ په طرف باندې د اُردن سيند سره يوه قربان‌ګاه جوړه کړې ده.“


هغوئ په جِلعاد کښې د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې خلقو له راغلل او ورته يې ووئيل چې،


”زۀ پښېمانه يم چې ما ساؤل بادشاه جوړ کړو، هغه زما نه اوړېدلے دے او زما حُکمونه يې نۀ دى منلى.“ سموئيل خفه وو او ټوله شپه يې مالِک خُدائ ته سوال زارى کوله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan