11 باقى بنى اِسرائيلو ته ووئيلے شول چې، ”واورئ، د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې کنعان مُلک ته ننوتلو په ځائ کښې، زمونږ په طرف باندې د اُردن سيند سره يوه قربانګاه جوړه کړې ده.“
دا ټولې خبرې د بيتِعنياه په ښار کښې وشوې چې د اُردن بلې غاړې ته دے، چرته چې يحيىٰ بپتسمه ورکوله.
د اِتوار په ورځ سحر وختى چې لا توره خړه وه مريم مګدلينى قبر له لاړه او وې کتل چې د غار د خولې نه کاڼے لرې کړے شوے وو.
او هغې هلته دوه فرښتې په سپينو جامو کښې د لاش په ځائ ناستې وليدې، يوه سر ته او بله پښو ته، په هغه ځائ کښې چرته چې د عيسىٰ لاش کېښودے شوے وو.
مالِک خُدائ به يو ځائ خوښ کړى چرته به چې د هغۀ عبادت کيږى او هلته به تاسو هغۀ له هغه هر څۀ راوړئ چې ما يې حُکم درکړے دے، يعنې خپلې سوزېدونکې نذرانې او خپلې نورې قربانۍ، ستاسو لسمه حِصه او منښتې او هغه خاص نذرانې چې تاسو د مالِک خُدائ سره د هغې وعده کړې وى.
د بادشاه سړى د ښار نه لاړل او بيا د ښار دروازه بنده شوه. هغوئ د بنى اِسرائيلو جاسوسانو پسې تر هغه ځائ پورې لاړل چرته چې سړک د اُردن سيند نه تېريږى.
خو په کوم وخت کښې چې هغوئ لا په کنعان کښې وُو او چې کله هغوئ د اُردن سره نزدې جليلوت نومې ځائ ته راغلل، نو د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې سړى هلته د دې دپاره ايسار شول چې يوه لويه او د شان و شوکت والا قربانګاه جوړه کړى.
”د مالِک خُدائ ټول قوم تپوس کوى چې تاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک خِلاف دا عمل ولې کړے دے؟ چې دا قربانګاه تاسو د ځان دپاره جوړه کړې ده نو د مالِک خُدائ خِلاف مو بغاوت کړے دے او تاسو د هغۀ په لاره نۀ يئ روان.
نو بيا، کۀ ستاسو مُلک د عبادت دپاره ښۀ نۀ وى، نو د مالِک خُدائ مُلک ته ورننوځئ، چرته چې د هغۀ مقدسه خېمه ده. زمونږ په مينځ کښې په څۀ زمکه باندې دعوىٰ وکړئ. خو د مالِک خُدائ خِلاف سرکشى مۀ کوئ او نۀ چې مونږ سرکشه کړئ چې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک د قربانګاه نه علاوه يوه قربانګاه جوړه کړُو.
د دې دپاره چې اِفرائيميان تښتېدو ته پرې نۀ ږدى، جِلعاديانو هغه ځايونه ونيول چې چرته هغوئ د اُردن نه پورې وتلے شول. کله چې به يو اِفرائيمى هم د تښتېدو کوشش کولو نو هغۀ به د پورې وتو اجازت غوښتو او د جِلعاد سړو به ترې نه تپوس کولو، ”تۀ د اِفرائيم د قبيلې يې څۀ؟“ کۀ هغۀ به ووئيل چې، ”نه،“