Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 22:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 خو په کوم وخت کښې چې هغوئ لا په کنعان کښې وُو او چې کله هغوئ د اُردن سره نزدې جليلوت نومې ځائ ته راغلل، نو د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې سړى هلته د دې دپاره ايسار شول چې يوه لويه او د شان و شوکت والا قربان‌ګاه جوړه کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 22:10
10 Iomraidhean Croise  

نو مالِک خُدائ ابرام ته څرګند شو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”دا هغه مُلک دے چې زۀ يې ستا اولاد له ورکوم.“ بيا ابرام هلته مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه، چرته چې ورته راڅرګند شوے وو.


د دې نه پس، هغۀ د بيت‌ايل ښار نمرخاتۀ طرف ته د غرونو مُلک ته کَډه يوړه او هغۀ په هغه ځائ کښې چې نمرپرېواتۀ طرف ته بيت‌ايل او نمرخاتۀ ته عى دے په مينځ کښې خېمه ولګوله. هلته يې هم يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او د مالِک خُدائ نوم يې پرې واخستو.


کله چې يعقوب سحر وختى پاڅېدو، هغه کاڼے يې راواخستلو چې په کوم يې سر اېښے وو او د يو يادګار په توګه يې ودرولو. بيا هغۀ په دې باندې تېل واچول چې خُدائ پاک ته وقف شى.


په هغه وخت کښې به د مِصر د مُلک په مينځ کښې د مالِک خُدائ دپاره يوه قربان‌ګاه وى او د مِصر په سرحد باندې به د کاڼى يو يادګار وى چې هغۀ ته وقف شوے وى.


باقى بنى اِسرائيلو ته ووئيلے شول چې، ”واورئ، د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې کنعان مُلک ته ننوتلو په ځائ کښې، زمونږ په طرف باندې د اُردن سيند سره يوه قربان‌ګاه جوړه کړې ده.“


د روبين، جاد او نمرخاتۀ طرف ته منسى قبيلو خلق واپس خپلو کورونو ته لاړل. هغوئ پاتې بنى اِسرائيل د کنعان په مُلک سيلا کښې پرېښودل او خپل مُلک جِلعاد ته يې سفر شروع کړو، دا مُلک هغوئ د هغه حُکم په مطابق نيولے وو چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه کړے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan