9 دا د هغه ښارونو نومونه دى کوم چې د يهوداه او شمعون د علاقو نه ورکړے شوى وُو،
آسف د دوېمو موسيقارانو مشر وو. د ليوى نه پس د هغۀ نسبنامه داسې ده: آسف، برکياه، سِمعا،
د يهوداه، شمعون او بنيامين په علاقه کښې هغه ښارونه هم د پچې په ذريعه حواله شوى وُو. د هغه ښارونو ذِکر وړاندې شوے دے.
په هغه نورو ښارونو کښې چې چرته اِمامان اوسېدل، په دې کار کښې په وفادارۍ سره دې ليويانو د هغۀ مدد کولو: عدن، مينامين، يشوَع، سمعياه، امرياه او سکانياه. هغوئ په خپلو ليويانو باندې خوراک په وړو او غټو يو شان تقسيمولو هم هغه شان چې څنګه د هغوئ ذمه وارى وه،
دا د هارون اولاد له ورکړے شوى وُو چې هغوئ د قُهات قبيله وه، چې هغوئ د ليويانو اولاد وو، ځکه چې اول هغوئ ته علاقه حواله کولے شوه.
وړومبى ښارونه د ليوى خاندان د قُهات قبيلو ته حواله کړے شول. هغه خاندان کوم چې د هارون اِمام اولاد وُو هغوئ ته د يهوداه، شمعون او بنيامين د علاقو نه ديارلس ښارونه حواله کړے شول.
بنى اِسرائيلو د پچې په ذريعه دا ښارونه او د دې د څرن زمکې ليويانو ته حواله کړې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه حُکم کړے وو.