8 بنى اِسرائيلو د پچې په ذريعه دا ښارونه او د دې د څرن زمکې ليويانو ته حواله کړې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه حُکم کړے وو.
شمعون او ليوى په بدو کښې وروڼه دى. بدعملۍ کولو دپاره د خپلو تُورو نه کار اخلى.
لعنت دې د دوئ په قهر وى، ځکه چې هغه قهر ډېر سخت وو، او لعنت دې د دوئ په غضب وى، ځکه چې دا غضب بېرحمه وو. زۀ به د دوئ اولاد د اِسرائيل په ټول مُلک کښې خوارۀ وارۀ کړم. زۀ به دوئ د اِسرائيلو نورو قبيلو سره ګډوډ کړم.
انسان خو مېدان ته چکه ولى، خو د هر چا فېصله د مالِک خُدائ په لاس کښې وى.
په پچې اچولو جنګونه ختميږى، او د مضبوطو مخالفينو په مينځ کښې جنګ ختموى.
نو هغوئ موسىٰ، اِلىعزر او د قوم نورو مشرانو له لاړل او ورته يې ووئيل،
هغه زمکه د پچې په ذريعه په بېلو بېلو قبيلو او قومونو باندې تقسيم کړئ. لوئ قبيلې له ډېره زمکه ورکړئ او وړې قبيلې له لږه زمکه ورکړئ.
دا ښارونه به د ليويانو وى او هلته به اوسيږى. د څرن زمکه به د هغوئ د څاروو او نورو ځناورو دپاره وى.
د دې اوو حِصو د تقسيم يو تفصيل وليکئ او ما له يې راوړئ. بيا به زۀ ستاسو دپاره د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک په وړاندې د مشورې دپاره ستاسو سره پچه واچوم.
نو د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق بنى اِسرائيلو د خپلو علاقو نه ليويانو له خاص ښارونه او د څرن زمکې ورکړې.
د مرارى قبيلې کورَنو ته د روبين، جاد او زبولون علاقو نه دولس ښارونه حواله کړے شول.
دا د هغه ښارونو نومونه دى کوم چې د يهوداه او شمعون د علاقو نه ورکړے شوى وُو،