7 د مرارى قبيلې کورَنو ته د روبين، جاد او زبولون علاقو نه دولس ښارونه حواله کړے شول.
د جيرسون قبيلې ته کورَنو په مطابق ديارلس ښارونه د يساکار، آشر، نفتالى او نمرخاتۀ طرف ته په بسن کښې د منسى په علاقو کښې حواله شوى وُو.
هم دغه شان، د روبين، جاد او زبولون په علاقو کښې دولس ښارونه د مرارى قبيلې ته خاندان په خاندان حواله شوى وُو.
د مرارى دوه زامن وُو، محلى او موشى. دا د ليويانو قبيلې او اولاد دے.
د جيرسون قبيلې ته د يساکار، آشر، نفتالى او نمرخاتۀ طرف ته منسى د علاقو نه ديارلس ښارونه حواله کړے شول.
بنى اِسرائيلو د پچې په ذريعه دا ښارونه او د دې د څرن زمکې ليويانو ته حواله کړې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه حُکم کړے وو.