5 د قُهات باقى پاتې قبيلې ته د اِفرائيم، دان او نمرپرېواتۀ طرف ته منسى د علاقو نه لس ښارونه حواله کړے شول.
ليوى او د هغۀ زامن، جيرسون، قُهات او مرارى.
بُقى، عُزى، زرخياه،
نمرپريواتۀ طرف ته د منسى په علاقه کښې لس ښارونه د پچې په ذريعه د قُهات پاتې قبيلې ته خاندان په خاندان حواله شوى وُو.
عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزىاېل څلور واړه خاندانه د قُهات د قبيلې نه وُو.
وړومبى ښارونه د ليوى خاندان د قُهات قبيلو ته حواله کړے شول. هغه خاندان کوم چې د هارون اِمام اولاد وُو هغوئ ته د يهوداه، شمعون او بنيامين د علاقو نه ديارلس ښارونه حواله کړے شول.
د جيرسون قبيلې ته د يساکار، آشر، نفتالى او نمرخاتۀ طرف ته منسى د علاقو نه ديارلس ښارونه حواله کړے شول.