45 مالِک خُدائ چې د بنى اِسرائيلو سره څومره وعدې کړې وې نو په هغې کښې يوه هم نۀ وه ناکامه شوې او ټولې يې پوره کړې وې.
هغۀ وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى. هغۀ هغه وعده پوره کړه چې زما پلار داؤد سره يې کړې وه، چې کله هغۀ وفرمائيل،
او اوس مالِک خُدائ خپله وعده پوره کړې ده. زۀ د خپل پلار داؤد په ځائ د بنى اِسرائيلو په تخت ناست يم لکه څنګه چې مالِک خُدائ وعده کړې وه او ما د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د عبادت دپاره هغه کور جوړ کړے دے.
تا چې زما پلار داؤد سره کومه وعده کړې وه نو هغه دې پوره کړې ده، نن هره خبره پوره شوې ده.
”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى چې هغۀ خپلو خلقو له امن ورکړے دے، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې وه. هغه په خپلو ټولو پَخو وعدو کښې پاتې نۀ دے راغلے کومې يې چې د خپل خِدمت کوونکى موسىٰ په ذريعه يې کړې وې.
تا ته پته ولګېده چې هغه ستا وفادار دے، نو تا د هغۀ سره يو لوظ وکړو. دا لوظ چې د کنعانيانو مُلک به ورکوې، د حِتيانو او اموريانو مُلک، د فرزيانو، يبوسيانو او جرجاسيانو مُلک، چې هغه به داسې يو مُلک وى چې د هغۀ اولاد په کښې اوسيږى. تا خپله وعده ځکه پوره کړه چې تۀ وفادار يې.
”ما ډېر پخوا پېشګوئې کړې وه چې څۀ به کيږى، او بيا مې ناڅاپه هم دغه شان وکړل، او زما ټولې پېشګويانې رښتيا شوې.
خُدائ پاک د بنى آدم په شان نۀ دے، چې دروغ ووائى، هغه بنى آدم نۀ دے چې خپله فېصله بدله کړى. هغه چې کومه وعده وکړى، نو هغه پوره کوى، هغه چې څۀ وائى، نو هغه کوى.
خُدائ پاک په خپلو خبرو کښې وفادار دے، د هغۀ په وسيله تاسو د هغۀ د زوئ، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د شراکت دپاره راوبللے شوئ.
څوک چې ستاسو رابلونکے دے هغه وفادار دے او هغه به هم دغه شان وکړى.
دا حقيقت هغوئ له د ابدى ژوندون اُميد ورکوى، د کوم چې خُدائ پاک د ازل نه وعده کړې ده، خُدائ کله هم وعده خلافى نۀ کوى.
نو د دې دواړو نۀ بدلېدونکو خبرو په وجه دا ناممکنه ده چې خُدائ پاک غلط ثابت شى، او مونږ چا چې په هغۀ کښې پناه اخستې ده نو مونږ دې په ډېره زړۀ ورتيا سره هغه اُميد راټينګ کړُو چې زمونږ په وړاندې دے.
چې سموئيل غټېدو، مالِک خُدائ د هغۀ مل وو او د مالِک خُدائ هغه ټولې پېشګويانې پوره کېدې کومې چې سموئيل کړې وې.