Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 21:44 - Pakistani Yousafzai Pashto

44 مالِک خُدائ هغوئ له هم هغه شان د هر طرف نه امن ورکړے وو، لکه څنګه چې هغۀ د هغوئ د پلار نيکۀ سره لوظ کړے وو. د هغوئ يو دشمن هم د هغوئ مقابله نۀ شوه کولے ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ له په ټولو دشمنانو باندې فتح ورکړې وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 21:44
19 Iomraidhean Croise  

اِسرائيليان د يهوداه د خلقو نه وتښتېدل او خُدائ پاک د يهوداه خلق په هغوئ باندې زورَور کړل.


زۀ به ستاسو د زمکې سرحدونه د بحرِقُلزم نه واخله د مديترانى د سمندر پورې او د بيابان نه د فرات سيند پورې خوارۀ کړم. زۀ به د هغې زمکې اوسېدونکى ستاسو په لاس کښې درکړم او چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغوئ به وشړئ.


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به په خپله تا سره ځم او زۀ به تا له آرام درکړم.“


لکه څنګه چې څاروى د آرام وادۍ ته کوزيږى، داسې د مالِک خُدائ روح هغوئ له آرام ورکړو. مالِک خُدائ خپل خلق بوتلل او د هغۀ د نوم درناوے وشو.


مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د عروعير نه واخله، چې د ارنون مېدان په غاړه باندې دے او کوم ښار چې د هغه مېدان په مينځ کښې دے، تر جِلعاد پورې ټول ښارونه راباندې ونيول. داسې د يو ښار دېوالونه هم نۀ وُو چې زمونږ مخه يې نيولے وے.


کله چې تاسو د خپلو دشمنانو خِلاف جنګ له لاړ شئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو په هغوئ زورَور کړى او څۀ کسان ترې نه قېديان کړئ،


نو بيا د خُدائ پاک د خلقو دپاره د سبت ورځ د آرام ورځ تر اوسه انتظار کوى.


”هغه څۀ مۀ هېروئ چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ تاسو ته فرمائيلى وُو چې، ”مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له د آرام ځائ درکړى او هغه به تاسو له دا زمکه درکړى.“


تر دې چې مالِک خُدائ هغوئ او تاسو له هم آرام درکړى او چې هغوئ هغه زمکه ونيسى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغوئ له ورکړې ده. نو بيا به تاسو خپل هغه مُلک ته راشئ او قبضه به يې کړئ چې د اُردن سيند نه اخوا نمرخاتۀ طرف ته دے، کوم چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ تاسو له درکړے دے.“


يشوَع چې تر کومې پورې تۀ ژوندے يې هيڅ څوک به تا له شکست نۀ شى درکولے. زۀ به ستا هغه شان مل يم لکه څنګه چې د موسىٰ مل وم. زۀ به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړم او نۀ به مو يواځې پرېږدم.


يشوَع هغه ټول ښارونه او د دې بادشاهان ونيول، هر يو کس يې ووژلو، هم هغه شان چې څنګه د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ حُکم کړے وو.


يشوَع هغه ټول مُلک قبضه کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو. يشوَع دا بنى اِسرائيلو له ورکړو چې خپل ميراث يې شى او په هره قبيله باندې يې په حِصو کښې تقسيم کړو. نو بيا په هغه مُلک کښې جنګونه ختم شول او امن و امان شو.


مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په هغوئ باندې فتح ورکړه، اِسرائيليان ورپسې وُو او په شمال کښې تر مسرفات مائم او صيدا او نمرخاتۀ طرف تر مصفاه وادۍ پورې ورپسې وُو. جنګ تر هغې پورې جارى وو چې د دشمن يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.


او بيا هغوئ ووئيل، ”زمونږ يقين دے چې مالِک خُدائ مونږ له هغه ټول مُلک راکړے دے او هلته ټول خلق زمونږ نه ډېر سخت يرېدلى دى.“


نو چې څنګه هغۀ وعده کړې ده، مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو خپلو بنى اِسرائيلو له آرام درکړے دے. نو په هغه مُلک کښې واپس خپلو کورونو ته لاړ شئ، کوم مُلک چې د اُردن نمرخاتۀ طرف ته دے، هغه مُلک چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ درکړے دے.


د روبين، جاد او نمرخاتۀ طرف ته منسى قبيلو خلق واپس خپلو کورونو ته لاړل. هغوئ پاتې بنى اِسرائيل د کنعان په مُلک سيلا کښې پرېښودل او خپل مُلک جِلعاد ته يې سفر شروع کړو، دا مُلک هغوئ د هغه حُکم په مطابق نيولے وو چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه کړے وو.


ډېره موده وروستو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له د هغوئ ګېرچاپېره دشمنانو نه امن ورکړو. په هغه وخت کښې يشوَع ډېر بوډا وو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan