په دې کښې د اوچتې علاقې ټول ښارونه او د امورى بادشاه سيحون ټول مُلک شامل وو، امورى بادشاه سيحون په حسبون بادشاهى کړې وه. موسىٰ هغۀ له او دغسې د ميديان دې حکمرانانو له هم شکست ورکړو، ايوى، رِقم، صور، حُور او رِبع. د سيحون په مُلک کښې دې ټولو بادشاهانو حکومت کړے وو.