Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 21:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 د ليوى قوم يوې بلې قبيلې جيرسون ته د نمرخاتۀ په طرف منسى د علاقې نه دوه ښارونه مِلاو شول يعنې په بسن کښې جولان، چې د پناه يو ښار وو او بعستراه، چې د څرن زمکې ورسره وې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 21:27
8 Iomraidhean Croise  

محلى، موشى، مرارى او ليوى.


د جيرسون قبيلې کورَنو ته دا ښارونه، سره د ګېرچاپېره د څرن د زمکو حواله شوى وُو: د نمرخاتۀ منسى په علاقه کښې: په بسن کښې جولان، او عستارات.


دا د هغې نه وروستو وُو چې مالِک خُدائ د اموريانو بادشاه سيحون له شکست ورکړے وو، چې هغۀ د حسبون په ښار بادشاهى کوله او د بسن بادشاه عوج، چې هغۀ د عستارات او ادرعى په ښارونو بادشاهى کوله.


د لوړې علاقې په بيابان کښې د بصر ښار، د روبين قبيلې دپاره وو، د جِلعاد په علاقې کښې، د رامات ښار د جاد قبيلې دپاره وو، د بسن په علاقه کښې، جولان د منسى قبيلې دپاره وو.


هغوئ د اُردن نمرخاتۀ طرف ته، د يريحو نمرخاتۀ طرف ته د صحرا په اوچت ځائ باندې او د روبين په علاقه کښې بصر خوښ کړو، د جاد په علاقه جِلعاد کښې رامات، د منسى په علاقه کښې او په بسن کښې يې جولان خوښ کړو.


د قُهات قبيلې کورَنو ته ټول لس ښارونه مِلاو شول، چې د څرن زمکې ورسره وې.


د يساکار د علاقې نه هغوئ ته څلور ښارونه مِلاو شول، قِسيون، دبرت،


د جيرسون قبيلې ته د يساکار، آشر، نفتالى او نمرخاتۀ طرف ته منسى د علاقو نه ديارلس ښارونه حواله کړے شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan