د يهوداه په ښارونو کښې چې کوم اِمامان وُو هغه يې يروشلم ته راوستل او په ټول مُلک کښې يې علاقائى عبادتخانه ناپاکه کړه چرته چې هغوئ قربانۍ پېش کړې وې. هغۀ د ښار د حکمران يشوَع د دروازې په خولۀ کښې علاقائى عبادتخانې تباه کړې. دا دروازه ښار ته د ننوتو د دروازې په ګس طرف باندې وه.