10 دا د هارون اولاد له ورکړے شوى وُو چې هغوئ د قُهات قبيله وه، چې هغوئ د ليويانو اولاد وو، ځکه چې اول هغوئ ته علاقه حواله کولے شوه.
دا هغه ښارونه دى چې د هارون اولاد ته حواله شوى وُو چې هغه د قُهات قبيله ده. هغوئ ته به د هغې زمکې وړومبۍ برخه مِلاوېده کومه چې ليويانو ته حواله شوې وه.
د قُهات څلور زامن وُو، عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزىاېل. د قُهات ټول عُمر يو سل درې دېرش کاله وو.
عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزىاېل څلور واړه خاندانه د قُهات د قبيلې نه وُو.
”د ليويانو مردمشمارى وکړه چې هغوئ قُهاتيان دى. هغوئ دې قبيله په قبيله او خاندان په خاندان وشمېرلے شى،
هغوئ له د قِريَتاربع ښار ورکړے شو (اربع د عناق پلار وو)، اربع اوس حبرون بللے شى، دا د يهوداه د غرونو په مُلک کښې دے، د دې سره د دې نه ګېرچاپېره د څرن زمکه هم ورکړے شوه.
وړومبى ښارونه د ليوى خاندان د قُهات قبيلو ته حواله کړے شول. هغه خاندان کوم چې د هارون اِمام اولاد وُو هغوئ ته د يهوداه، شمعون او بنيامين د علاقو نه ديارلس ښارونه حواله کړے شول.
دا د هغه ښارونو نومونه دى کوم چې د يهوداه او شمعون د علاقو نه ورکړے شوى وُو،