1 د ليوى قبيلې د کورَنو مشران اِلىعزر اِمام، د نون زوئ يشوَع او د ټولو بنى اِسرائيلو د قبيلو مشرانو له لاړل.
لعنت دې د دوئ په قهر وى، ځکه چې هغه قهر ډېر سخت وو، او لعنت دې د دوئ په غضب وى، ځکه چې دا غضب بېرحمه وو. زۀ به د دوئ اولاد د اِسرائيل په ټول مُلک کښې خوارۀ وارۀ کړم. زۀ به دوئ د اِسرائيلو نورو قبيلو سره ګډوډ کړم.
د يعقوب د مشر زوئ، د روبين دا څلور زامن وُو، حنوک، فلو، حصرون او کرمى، دا د هغه قبيلو پلار نيکۀ وُو چې په دې نومونو ياديږى.
د هارون زوئ، اِلىعزر، د فوطئيل د لوڼو نه يوه لور وادۀ کړه، چې د هغې نه يې فينحاس پېدا شو. دا د ليوى قبيلې د قومونو او کورَنو مشران وُو.
د اُردن نه پورې يريحو ته مخامخ د موآب په مېدانونو کښې مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
په هره قبيله کښې د ليويانو د ښارونو شمېر دې د هغې علاقې د غټوالى يا وړوکوالى په اندازه معلوم کړے شى.“
دا هغه حِساب کِتاب دے چې د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د کنعان مُلک په بنى اِسرائيلو باندې څنګه تقسيم شوے وو. اِلىعزر اِمام، د نون زوئ يشوَع او د بنى اِسرائيلو د قبيلو کورَنو مشرانو دا په خلقو باندې تقسيم کړو.
هغوئ اِلىعزر اِمام، د نون زوئ يشوَع او مشرانو له لاړې او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړو چې مونږ له او داسې زمونږ نرانو خپلوانو له هم د زمکې يوه برخه راکړى چې زمونږ ميراث شى.“ نو چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو هغۀ ورله د ترونو سره ميراث ورکړو.
اِلىعزر اِمام، د نون زوئ يشوَع، د بنى اِسرائيلو د کورَنو مشرانو د زمکې دا برخې د پچې په ذريعه حواله کړې او په سيلا کښې يې د مالِک خُدائ سره د مشورې په مطابق د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې داسې وکړل، نو په دې طريقه هغوئ د زمکې تقسيمول ختم کړل.