يشوَع 20:9 - Pakistani Yousafzai Pashto9 دا د ټولو بنى اِسرائيلو او د پردى مُلک هغه ټولو مسافرو دپاره د پناه ښارونه وُو کوم مسافر چې د هغوئ سره اوسېدل. هر چا به چې هم په غلطۍ سره يو کس وژلے وو نو هغۀ ته به د هغه کس نه په هغه ښارونو کښې پناه مِلاوېده چا به چې بدل اخستل غوښتل، چې ترڅو پورې په هغۀ باندې په عوامى عدالت کښې فېصله نۀ وه شوې نو هيڅ څوک به نۀ شول وژلے. Faic an caibideil |