Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 2:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4-6 هغې جواب ورکړو، ”څۀ سړى زما کور ته راغلى وُو خو ما ته پته نشته چې دوئ د کوم ځائ وُو. هغوئ د ښار دروازې بندېدو نه لږ مخکښې د نمرپرېواتو په وخت دلته نه لاړل. ما ترې نه دا پته ونۀ لګوله چې هغوئ چرته تلل، خو کۀ تاسو اوس په هغوئ پسې ورمنډه کړئ نو وروبه رسېږئ.“ خو راحب هغه جاسوسان چت ته خېژولى وُو او هغې چې هلته کوم د سنډ بوټى اېښى وُو نو د هغې لاندې يې پټ کړى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 2:4
9 Iomraidhean Croise  

بيا اليشع هغوئ له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو په غلطه لار روان يئ، دا هغه ښار نۀ دے کوم چې تاسو لټوئ. ما پسې راځئ او زۀ به مو هغه سړى له بوځم چې کوم تاسو لټوئ.“ نو هغۀ هغوئ سامريه ته بوتلل.


هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”عبرانۍ ښځې د مِصريانو ښځو په شان نۀ دى، د دوئ په آسانۍ سره بچى پېدا کيږى او هلته زمونږ د رسېدو نه مخکښې د دوئ ماشومان پېدا شى.“


نو راحب کنجره هم د دې يو بل مثال دے چې هغې په خپل نېک کار سره د خُدائ پاک صداقت حاصل کړو کله چې هغې هغه جاسوسانو له پناه ورکړه او په بله لار يې رُخصت کړل.


نو هغۀ راحب ته پېغام ولېږلو، ”ستا کور کښې چې کوم سړى دى هغه د دې مُلک معلومات حاصلولو له راغلى دى. هغوئ رابهر کړه.“


دا ښار او په دې کښې هر څۀ به مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه د تباه کولو دپاره پېش کړے شى. صِرف راحب کنجره او د هغې خاندان به بچ کړے شى ځکه چې هغې زمونږ جاسوسانو له پناه ورکړې وه.


خو يشوَع د راحب کنجرې او د هغې د ټولو خپلوانو ژوند بچ کړو، ځکه چې هغۀ کوم جاسوسان يريحو ته لېږلى وُو هغوئ له يې پناه ورکړې وه. د هغې اولاد تر اوسه پورې د بنى اِسرائيلو سره اوسيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan