Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 2:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 او بيا هغوئ ووئيل، ”زمونږ يقين دے چې مالِک خُدائ مونږ له هغه ټول مُلک راکړے دے او هلته ټول خلق زمونږ نه ډېر سخت يرېدلى دى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 2:24
16 Iomraidhean Croise  

د ادوم مشران ويرېدل، د موآب مشران په لړزان آخته شول، د کنعان ټولو اوسېدونکو خپله حوصله بائيلله.


زۀ به ستاسو د زمکې سرحدونه د بحرِقُلزم نه واخله د مديترانى د سمندر پورې او د بيابان نه د فرات سيند پورې خوارۀ کړم. زۀ به د هغې زمکې اوسېدونکى ستاسو په لاس کښې درکړم او چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغوئ به وشړئ.


يو باورى پېغام وړونکے لکه د لو په موسم کښې د واورې د يخوالى په شان دے د هغه چا دپاره څوک چې هغه استوى، او هغه د خپل مالِک زړۀ يخوى.


ستاسو په خولۀ دې د شريعت دا کِتاب خبرې همېشه وى. شپه او ورځ په دې غور کوئ. او چې په دې کښې څۀ ليکلى دى نو په هغې ښۀ عمل کوئ. نو تاسو به کامياب يئ.


بيا هغه دوه جاسوسان د غرونو نه راکوز شول، د سيند نه پورې وتل او واپس يشوَع د نون زوئ له لاړل. او چې څۀ شوى وُو هغه هر څۀ يې هغۀ ته ووئيل.


د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته د اموريانو ټول بادشاهان او د مديترانى د سمندر په غاړه د کنعانيانو ټول بادشاهان خبر شول چې مالِک خُدائ د اُردن سيند تر هغې پورې اوچ کړے وو چې اِسرائيليان ترې نه واوړېدل هغوئ د بنى اِسرائيلو نه دومره ويرېدل چې مرګِ حال شول.


مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”ما يريحو سره د هغې د بادشاه او سره د هغې د بهادرو سپاهيانو، تا ته حواله کړے دے.


مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”يرېږه مه او مۀ بې‌حوصلې کېږه. ټول لښکر ځان سره کړه او عى ته لاړ شه. زۀ به د عى په بادشاه، د هغۀ په خلقو او په ښار تا له فتح درکړم او هغه مُلک به ستا شى.


مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”د يهوداه قبيله دې وړومبے لاړه شى. زۀ هغه مُلک د هغوئ په حواله کوم.“


کله چې تاسو هلته ورسېږئ، نو تاسو به وګورئ چې هغه امن پسند خلق دى. هغه يو لوئ مُلک دے، او چې څۀ غواړئ هغه هر څۀ په کښې شته او خُدائ پاک هغه تاسو له درکوى.“


په هغه شپه مالِک خُدائ جدعون له حُکم ورکړو، ”پاڅه او په خېمو حمله وکړه، زۀ تا له په هغوئ باندې فتح درکوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan