23 بيا هغه دوه جاسوسان د غرونو نه راکوز شول، د سيند نه پورې وتل او واپس يشوَع د نون زوئ له لاړل. او چې څۀ شوى وُو هغه هر څۀ يې هغۀ ته ووئيل.
جاسوسان غرونو ته لاړل او تر درېو ورځو پورې پټ وُو. د بادشاه سړو هغوئ په ټوله لار باندې لټول خو پېدا يې نۀ کړل نو هغوئ واپس يريحو ته لاړل.
او بيا هغوئ ووئيل، ”زمونږ يقين دے چې مالِک خُدائ مونږ له هغه ټول مُلک راکړے دے او هلته ټول خلق زمونږ نه ډېر سخت يرېدلى دى.“
کله چې تاسو هلته ورسېږئ، نو تاسو به وګورئ چې هغه امن پسند خلق دى. هغه يو لوئ مُلک دے، او چې څۀ غواړئ هغه هر څۀ په کښې شته او خُدائ پاک هغه تاسو له درکوى.“
هغوئ جواب ورکړو، ”راځئ چې په ليس حمله وکړُو. مونږ هغه مُلک وليدو او هغه ډېر ښۀ وو. دلته هسې مۀ ايسارېږئ. زر شئ. او هغه مُلک ونيسئ.