21 راحب په دې رضا شوه او هغوئ يې رُخصت کړل. کله چې هغوئ لاړل نو هغې سره رسۍ د کړکۍ سره وتړله.
بيا بنى اِسرائيل لاړل او هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ او هارون له حُکم ورکړے وو.
هر هغه څوک چې زما دا خبرې اورى او عمل پرې کوى، هغه به د هغه هوښيار کس په شان وګڼلے شى چا چې خپل کور د يو سخت ګټ دپاسه آباد کړے وى.
خو د هغۀ مور خادِمانو ته ووئيل، ”هر څۀ چې دے درته فرمائى هغه کوئ.“
تۀ داسې وکړه چې کله مونږ ستاسو په مُلک حمله وکړُو نو تۀ په کړکۍ کښې دا سره رسۍ وتړه د کومې نه چې تۀ مونږ کوزوې. خپل مور پلار، وروڼه او د خپل پلار ټول خاندان کور ته دننه راوله.
خو کۀ چرې تۀ چا ته ووائې چې مونږ دلته څۀ کوُو نو چې کومه وعده تا زمونږ نه اخستې ده مونږ د هغې نه آزاد يُو.“
جاسوسان غرونو ته لاړل او تر درېو ورځو پورې پټ وُو. د بادشاه سړو هغوئ په ټوله لار باندې لټول خو پېدا يې نۀ کړل نو هغوئ واپس يريحو ته لاړل.