Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 2:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 هغې ورته ووئيل، ”هسې نه چې د بادشاه سړى مو پېدا کړى نو د غرونو مُلک ته لاړ شئ او هلته تر درېو ورځو پورې پټ شئ او کله چې د بادشاه سړى راواپس شى نو د هغې نه پس تاسو په خپله مخه تلے شئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 2:16
6 Iomraidhean Croise  

زۀ د مالِک خُدائ په پناه کښې يم. تۀ ولې راته وائې، ”لکه د مارغۀ چې غر ته والوځم،


نو راحب کنجره هم د دې يو بل مثال دے چې هغې په خپل نېک کار سره د خُدائ پاک صداقت حاصل کړو کله چې هغې هغه جاسوسانو له پناه ورکړه او په بله لار يې رُخصت کړل.


راحب چې په کوم کور کښې اوسېده د هغې دېوال د ښار د دېوال سره لګېدلے وو. نو هغې د کړکۍ نه د رسۍ په ذريعه سړى ښکته کوز کړل.


جاسوسان غرونو ته لاړل او تر درېو ورځو پورې پټ وُو. د بادشاه سړو هغوئ په ټوله لار باندې لټول خو پېدا يې نۀ کړل نو هغوئ واپس يريحو ته لاړل.


داؤد د زيف سره نزدې په صحرا کښې، د غرونو په مُلک کښې په محفوظ ځائ کښې ايسار شو. ساؤل به هر وخت هغه لټولو، خو خُدائ پاک داؤد هغۀ له په لاس نۀ ورکولو.


داؤد روان شو او د عين‌جدى علاقې ته لاړو، هلته په محفوظ ځايونو کښې اوسېدو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan