Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 2:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 هغه جاسوسانو هغې ته ووئيل، ”کۀ مونږ د خپلې ژبې نه واوړېدو نو خُدائ پاک دې مونږ مړۀ کړى. کۀ تاسو څوک خبر نۀ کړل چې مونږ دلته څۀ کوُو، نو مونږ تاسو سره دا لوظ کوُو چې کله مالِک خُدائ مونږ له دا مُلک راکړى نو مونږ به تاسو سره ښۀ سلوک کوُو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 2:14
18 Iomraidhean Croise  

نو کۀ تۀ زما د نېک سره خپله ذمه وارى پوره کول غواړې او ښۀ سلوک ورسره کوې، نو ما ته ووايه او کۀ نۀ وى نو هم ووايه، بيا به زۀ فېصله وکړم چې ما له څۀ کول په کار دى.“


چې کله د هغۀ د مرګ وخت رانزدې شو، نو هغۀ خپل زوئ يوسف راوغوښتلو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”کۀ زۀ رښتيا په تا ګران يم، نو تۀ زما سره پوخ لوظ وکړه چې تۀ به ما په مِصر کښې نۀ ښخوې.


هغۀ هلته يو څو سړى د دې پېغام سره ولېږل، ”مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى ځکه چې تا خپل بادشاه ته وفادارى ښودلې ده چې هغه دې ښخ کړے دے.


نو مالِک خُدائ دې په تا مِهربانه شى او تا ته دې خپله وفادارى وښائى. تا چې څۀ کړى دى نو د هغې په وجه به زۀ هم تا سره ښۀ سلوک وکړم.


يوه ورځ داؤد تپوس وکړو، ”د ساؤل د خاندان څوک پاتې دى؟ کۀ څوک وى نو د يونتن د خاطره به زۀ پرې مهربان شم.“


کوم وخت چې بادشاه تېرېدو، نو هغه پېغمبر ورته آواز وکړو او ورته يې وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، زۀ په جنګ کښې جنګېدم چې يو فوجى ما له يو نيولے شوے دشمن راوستلو او راته يې ووئيل، دې سړى ته ګوره، کۀ دے درنه وتښتى، نو د دې سړى په بدل کښې به خپل ژوند ورکوې او يا به درې زره د سپينو زرو سيکې جرمانه ورکوې.


کۀ څوک بدې ارادې لرى، هغه به ګمراه شى، کۀ څوک نېکې ارادې لرى، هغه به مينه او وفا ومومى.


ځينې دوستان يو بل ته کنده کنى، خو رښتينے دوست د خپل ورور نه هم وفادار وى.


بختور دى هغوئ چې رحم کوى، په هغوئ به رحم وکړے شى.


نو کمان آفسر هغه ځوان رُخصت کړو او ورته يې حکم ورکړو چې، ”چا ته ونۀ وائى چې تا ما ته دا اِطلاع راکړې ده.“


ما سره وعده وکړئ چې تاسو به زما د مور پلار، وروڼو خوېندو او د هغوئ د کورَنو ژوند بچ کوئ او مونږ مۀ پرېږدئ چې ووژلے شُو.“


راحب چې په کوم کور کښې اوسېده د هغې دېوال د ښار د دېوال سره لګېدلے وو. نو هغې د کړکۍ نه د رسۍ په ذريعه سړى ښکته کوز کړل.


دا ښار او په دې کښې هر څۀ به مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه د تباه کولو دپاره پېش کړے شى. صِرف راحب کنجره او د هغې خاندان به بچ کړے شى ځکه چې هغې زمونږ جاسوسانو له پناه ورکړې وه.


خو يشوَع هغه دوو کسانو ته وفرمائيل چا چې جاسوسى کړې وه، ”د هغه کنجرې کور ته لاړ شئ او څنګه چې تاسو د هغې سره وعده کړې ده هغه او د هغې خاندان راولئ.“


خو يشوَع د راحب کنجرې او د هغې د ټولو خپلوانو ژوند بچ کړو، ځکه چې هغۀ کوم جاسوسان يريحو ته لېږلى وُو هغوئ له يې پناه ورکړې وه. د هغې اولاد تر اوسه پورې د بنى اِسرائيلو سره اوسيږى.


مِهربانى وکړه او دا نېکى ما سره وکړه او چې تا د مالِک خُدائ په نوم ما سره کوم تړون کړے دے نو هغه پوره کړه. خو کۀ زۀ ګناهګار يم، نو ما په خپله ووژنه. ما ستا پلار له ولې بوځې چې ومې وژنى؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan