13 ما سره وعده وکړئ چې تاسو به زما د مور پلار، وروڼو خوېندو او د هغوئ د کورَنو ژوند بچ کوئ او مونږ مۀ پرېږدئ چې ووژلے شُو.“
نو اوس بيا په مالِک خُدائ قسم وکړئ چې تاسو به زما خاندان سره داسې ښۀ سلوک کوئ لکه څنګه چې ما تاسو سره کړے دے. او ما سره څۀ ضمانت کېږدئ چې زۀ په تاسو باور وکړم.
هغه جاسوسانو هغې ته ووئيل، ”کۀ مونږ د خپلې ژبې نه واوړېدو نو خُدائ پاک دې مونږ مړۀ کړى. کۀ تاسو څوک خبر نۀ کړل چې مونږ دلته څۀ کوُو، نو مونږ تاسو سره دا لوظ کوُو چې کله مالِک خُدائ مونږ له دا مُلک راکړى نو مونږ به تاسو سره ښۀ سلوک کوُو.“
نو هغوئ لاړل او راحب يې سره د هغې د مور او پلار، وروڼو او خوېندو او باقى خاندان سره رابهر کړه. هغوئ هغه ټول خاندان او نوکران محفوظ ځائ ته بوتلل چې د بنى اِسرائيلو کېمپ سره نزدې وو.