9 د يهوداه ميراث د ضرورت نه زيات وو نو په دې وجه د هغه علاقې يوه برخه د شمعون قبيلې له ورکړے شوې وه.
لعنت دې د دوئ په قهر وى، ځکه چې هغه قهر ډېر سخت وو، او لعنت دې د دوئ په غضب وى، ځکه چې دا غضب بېرحمه وو. زۀ به د دوئ اولاد د اِسرائيل په ټول مُلک کښې خوارۀ وارۀ کړم. زۀ به دوئ د اِسرائيلو نورو قبيلو سره ګډوډ کړم.
چې کله دوئ اندازه واخستله، چا چې ډېره راټوله کړې وه د هغۀ سره ډېره زياته نۀ وه او چا چې لږه راټوله کړې وه د هغۀ سره کمه نۀ وه. هر يو کس د خپل ضرورت په مطابق راټوله کړې وه.
يوه حِصه به د يهوداه وى، دا به د روبين د علاقې د مشرق نه مغرب پورې وى.
پچه ورباندې واچوئ او هغه زمکه تقسيم کړئ، غټې قبيلې ته زيات ميراث ورکړئ او وړې قبيلې ته لږه زمکه ورکړئ.“
درېمه پچه د زبولون قبيلې د کورَنو راووتله. هغوئ ته چې کومه زمکه مِلاو شوه هغه ساريد ته رسېدلې وه.
په دې کښې هغه ټول کلى شامل وُو چې تر لرې په جنوب کښې د بعلات بير يا راما نجب پورې ښارونه ترې نه تاو وو. دا هغه مُلک وو چې د شمعون قبيلې کورَنو ته مِلاو شوے وو چې د هغوئ خپل ميراث شى.