Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 19:51 - Pakistani Yousafzai Pashto

51 اِلى‌عزر اِمام، د نون زوئ يشوَع، د بنى اِسرائيلو د کورَنو مشرانو د زمکې دا برخې د پچې په ذريعه حواله کړې او په سيلا کښې يې د مالِک خُدائ سره د مشورې په مطابق د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې داسې وکړل، نو په دې طريقه هغوئ د زمکې تقسيمول ختم کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 19:51
18 Iomraidhean Croise  

يهوداه به د مشرۍ جنډا نيسى، او د هغۀ اولاد به همېشه حکومت کوى. قومونه به هغۀ له قلنګ راوړى، او د هغۀ په مخکښې به د تابعدارۍ سره ټيټيږى.


او هغۀ د سيلا پاکه خېمه پرېښوده، کومه خېمه چې هغۀ د بنيادمو مينځ کښې لګولې وه.


بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”بې‌شکه کوم کنډول چې زۀ څښم، تاسو به يې وڅښئ خو دا زما په اختيار کښې نۀ دى چې خپل ښى او ګس لاس ته څوک کښېنوم، دا د هغه چا په برخه دى چې زما پلار ورته مقرر کړى دى.“


بيا به بادشاه د ښى لاس خلقو ته ووائى چې راځئ زما د پلار بختورو خلقو، د بادشاهۍ وارثان شئ چې د دُنيا د پېدايښت راسې تاسو له جوړه شوې وه په هغې کښې ورداخل شئ.


ځکه چې تا ما ته په ټولو بنى آدمو اختيار راکړے دے چې هغوئ ټولو له تل عُمرى ژوندون ورکړم څوک چې راته تا حواله کړى دى.


د کنعان په مُلک کښې د اووۀ قومونو بربادولو نه پس هغۀ د هغوئ زمکه خپلو خلقو له په ميراث کښې ورکړه.


دا هغه حِساب کِتاب دے چې د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د کنعان مُلک په بنى اِسرائيلو باندې څنګه تقسيم شوے وو. اِلى‌عزر اِمام، د نون زوئ يشوَع او د بنى اِسرائيلو د قبيلو کورَنو مشرانو دا په خلقو باندې تقسيم کړو.


کله چې هغوئ هغه مُلک فتح کړو نو د هغې نه پس، د بنى اِسرائيلو ټول قوم په سيلا کښې راغونډ شو او د مالِک خُدائ د حضور مقدسه خېمه يې ودروله.


نو يشوَع د هغوئ دپاره په سيلا کښې پچه واچوله چې د مالِک خُدائ سره مشوره وکړى او د بنى اِسرائيلو هرې پاتې شوې قبيلې ته يې د زمکې خپله خپله برخه حواله کړه.


نو مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل


بيا هغوئ ووئيل، ”په سيلا کښې د مالِک خُدائ کلنى مېله زر راروانه ده.“ د بيت‌ايل شمال او د لبونه جنوب طرف ته او د بيت‌ايل او شِکم په مينځ کښې چې کومه لار ده او نمرخاتۀ طرف ته سيلا دے.


او وګورئ، کله چې په مېله کښې د سيلا جينکۍ ګډېدو له راوځى نو تاسو د انګورو باغونو نه راوځئ. نو تاسو هر يو کس يوه يوه ښځه د هغوئ نه په زور راونيسئ او د بنيامين علاقې ته يې د ځان سره بوځئ.


القنه به هر کال د راما نه تلو چې په سيلا کښې د ربُ الافواج عبادت وکړى او قربانى ورته پېش کړى، چرته چې د عيلى دوه زامن حُفنى او فينحاس د مالِک خُدائ اِمامان وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan