49 کله چې بنى اِسرائيلو د زمکې تقسيمول ختم کړل، نو هغوئ د نون زوئ يشوَع له د زمکې يوه حِصه ورکړه چې د هغۀ خپل ميراث شى.
دا ښارونه او د دې کلى په هغه مُلک کښې وُو کوم چې د دان قبيلې کورَنو ته مِلاو شوى وُو چې خپل ميراث يې شى.
لکه څنګه چې مالِک خُدائ حُکم کړے وو، هغوئ يشوَع له هغه ښار ورکړو چې کوم يې غوښتے وو، يعنې د غرونو په مُلک اِفرائيم کښې د تمنتسِرح ښار هغۀ بيا جوړ کړو او هغه په کښې اوسېدو.
هغه په خپله زمکه کښې ښخ کړے شو، هغه ځائ د جعس په شمالى طرف د اِفرائيم غرونو په مُلک تمنتحِرس کښې وو.