48 دا ښارونه او د دې کلى په هغه مُلک کښې وُو کوم چې د دان قبيلې کورَنو ته مِلاو شوى وُو چې خپل ميراث يې شى.
”دا هغه قبيلې دى چې نومونه يې دلته ليکلے شوى دى، د شمالى سرحد سره به د دان يوه حِصه وى، دا به د حتلون په لار ليبوحمات پورې وى، حصر عينان او د دمشق شمالى سرحد به حمات پسې وى دا به د مشرق طرف نه د مغرب طرف ته د دې د سرحد حِصه وى.
کله چې د دان د خلقو نه زمکه لاړه، نو هغوئ لشم ته لاړل او حمله يې پرې وکړه. هغه يې قبضه کړو، د دې خلق يې ووژل او په مُلک باندې يې خپله دعوىٰ وکړه. هغوئ هلته اوسېدل او د هغه ښار نوم يې د لشم نه دان ته بدل کړو، يعنې د خپل پلار نيکۀ نوم دان يې ورباندې کېښودو.
کله چې بنى اِسرائيلو د زمکې تقسيمول ختم کړل، نو هغوئ د نون زوئ يشوَع له د زمکې يوه حِصه ورکړه چې د هغۀ خپل ميراث شى.