35 د پَخو دېوالونو ښارونه دا وُو، صديم، صير، حمات، رقت، کنرت،
اروادى، صمارى او حماتى. وروستو بيا د کنعانيانو قبيلې خورې شوې.
سليمان بادشاه او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو اووۀ ورځې د جونګړو اختر وکړو. هلته يوه لويه ګڼه وه چې په شمال کښې د حمات درې نه واخله په جنوب کښې د مِصر سرحد پورې وه.
د فقح د بادشاهۍ په دوران کښې د اسور بادشاه تغلت فلاسر د عيون، ابيلبيتمعکه، ينوحاه، قادِس، حصور او جِلعاد ښارونه، او د ګليل او نفتالى علاقې قبضه کړې او خلق يې اسور ته قېديان بوتلل.
نو هغه سړى د صحرا په طرف لاړل او هغه مُلک يې د صين صحرا نه واخله تر رِحوب پورې وکتلو، چې د حمات درې ته نزدې دے.
او د هغه ځائ نه د حمات درې پورې به وى او صداد ته به ورسيږى
کله چې هغوئ پورې غاړې ته ورسېدل نو هغوئ د ګِنيسرت علاقې ته راغلل او هلته يې کِشتۍ په ګودر وتړله.
د هغوئ علاقه د اُردن سيند پورې خوره وه او لاندې د ګليل درياب نه واخله د مالګې درياب پورې او د پِسګه د غرۀ لمنې پورې خوره وه.
او په شمال کښې د غرونو مُلک ټولو بادشاهانو، د ګليل ډنډ جنوبى طرف ته د اُردن په وادۍ کښې بادشاهانو، د ګليل غرونو په لمن کښې بادشاهانو، او د دور سره نزدې د سمندر په غاړه بادشاهانو له يې هم خبر ورولېږلو.
د اُردن په وادۍ کښې په دې کښې بيتهارم، بيتنِمره، سُکات، صفون او د حسبون بادشاه سيحون باقى پاتې بادشاهى شامله وه. د هغوئ نمرپرېواتۀ طرف ته سرحد د ګليل درياب پورې د اُردن سيند وو.
دا سرحد هلته نمرپرېواتۀ طرف ته ازنوت تبور ته تاو وو او د هلته نه حُقوق ته تاو وو او په جنوب کښې د زبولون سره، نمرپرېواتۀ طرف ته د آشر سره او نمرخاتۀ طرف ته د اُردن سره لګېدو.
ادامه، راما، حصور،
نو هغوئ د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته د نفتالى غرونو په مُلک کښې د ګليل قادِس خوښ کړو، د اِفرائيم غرونو په مُلک کښې شِکم، او د يهوداه غرونو په مُلک کښې يې حبرون خوښ کړو.
د نفتالى د علاقې نه هغوئ ته درې ښارونه مِلاو شول، په ګليل کښې قادِس، چې د پناه يو ښار وو او د څرن زمکې ورسره وې، حمات دور او قرتان چې د څرن زمکې ورسره وې.
يوه ورځ هغې په نفتالى کښې د قادِس ښار د ابىنوعم زوئ برق راوغوښتلو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تا له دا حُکم درکړے دے چې د نفتالى او زبولون قبيلو نه لس زره سړى روان کړه او د تبور غر ته يې بوځه.