34 دا سرحد هلته نمرپرېواتۀ طرف ته ازنوت تبور ته تاو وو او د هلته نه حُقوق ته تاو وو او په جنوب کښې د زبولون سره، نمرپرېواتۀ طرف ته د آشر سره او نمرخاتۀ طرف ته د اُردن سره لګېدو.
د نفتالى قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”د نفتالى سره د مالِک خُدائ د نېکۍ ډېر برکت دے، د هغوئ مُلک به په جنوب کښې د ګليل ډنډ پورې رسيږى.“
د ساريد په بله غاړه دا نمرخاتۀ طرف ته د کِسلوت تبور سرحد ته او بيا دبرت او يفيع ته تلے وو.
دا سرحد د تبور، شخصومه او بيتشمس سره هم لګېدو او د اُردن سره ختم وو. په دې کښې شپاړس ښارونه شامل وُو، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى وُو.
د دې سرحد د حلف نه د ضعننيم د څېړۍ ونې ته تلے وو، دا ادامىنقب او يبنىاېل ته تر لقُوم پورې روان وو او دا د اُردن سره ختم وو.
د پَخو دېوالونو ښارونه دا وُو، صديم، صير، حمات، رقت، کنرت،