Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 19:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 عبرون، رِحوب، حمون، قاناه او تر صيدا پورې تلے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 19:28
15 Iomraidhean Croise  

د کنعانيانو مُلک شمالى طرف صيدا نه جرار ته نزدې، تر غزه پورې ورسېدو او نمرخاتۀ طرف سدوم ته، عموره، ادمه او لَسَع ته، چې ضبوئيم ته نزدې دے.


او د حِتيانو په علاقه کښې جِلعاد او قادِس ته روان وُو. بيا هغوئ دان ته لاړل او د دان نه هغوئ نمرپرېواتۀ طرف صيدا ته لاړل.


بيا هغوئ جنوبى طرف ته د پَخو دېوالونو ښار صور ته لاړل او هم هغسې د حِويانو او کنعانيانو ټولو ښارونو ته هم لاړل او په آخر کښې د يهوداه په جنوبى برخه کښې بيرسبع ته لاړل.


هغۀ وفرمائيل، ”اے د صيدا خلقو، ستاسو خوشحالى ختمه شوې ده او ستاسو خلقو سره ظلم زياتے شوے دے. کۀ هغوئ قبرص ته هم وتښتى، نو آرام به ورته مِلاو نۀ شى.“


اے د سمندر د غاړې اوسېدونکو ماتم وکړئ. اے د صيدا سوداګرو، تاسو ماتم وکړئ. ستاسو تاجران به د سمندر نه تېرېدل


خو اوس تۀ شرمېدلے يې، اے د صيدا ښاريې. د سمندر قلعه بند ښار صور وائى، ”زۀ بې‌بچو يمه، زما هيڅ زامن او لوڼه نشته.“


”اے بنى آدمه، خپل مخ دې د صيدا خلاف کړه، د هغې خلاف پېشګوئې وکړه


په درېمه ورځ د ګليل په قانا نومې ځائ کښې يو وادۀ وو. د عيسىٰ مور هم هلته وه،


د ګليل په قانا کښې د عيسىٰ دا وړومبۍ معجزه او نښه وه چې عيسىٰ پرې خپله لوئى څرګنده کړه، او د هغۀ مريدانو په هغۀ ايمان راوړو.


عيسىٰ يو ځل بيا د ګليل قانا نومې ځائ ته لاړو چرته چې هغۀ اوبۀ په ميو بدلې کړې وې. هلته يو سرکارى آفسر وو چې زوئ يې په کفرنحُوم کښې ناجوړه پروت وو.


په بله ورځ مونږ په صيدا کښې کوز شُو او يوليوس ډېر په مهربانۍ پولوس ته اجازت ورکړو چې خپلو دوستانو ته ورشى نو چې هغوئ د هغۀ ضرورتونه پوره کړى.


مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په هغوئ باندې فتح ورکړه، اِسرائيليان ورپسې وُو او په شمال کښې تر مسرفات مائم او صيدا او نمرخاتۀ طرف تر مصفاه وادۍ پورې ورپسې وُو. جنګ تر هغې پورې جارى وو چې د دشمن يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.


حلقت او رِحوب چې د څرن زمکې ورسره وې.


د آشر قبيلې هغه خلق ونۀ شړل کوم چې د عکو، صيدا، احلاب، اکزيب، حلبه، افيق، رِحوب په ښارونو کښې اوسېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan