صحرا به سندرې وائى او د خوشحالۍ چغې به وهى، دا صحرا به د لبنان د غرونو په شان شنه وى او د کرمل غر په شان او شوکت والا او د شارون پټو په شان به زرخېزه وى. نو هر يو کس به د مالِک خُدائ شان او شوکت ووينى، او زمونږ د خُدائ پاک لوئى او عظمت به ووينى.
چرته چې دا نمرخاتۀ طرف ته تاو وو، نو د دې سرحد بيتدجون ته تلے وو او د بيتعميق او نعىاېل د شمال په لاره دا زبولون او د اِفتاحاېل وادۍ سره لګېدلو. دا په شمال کښې کابول ته روان وو،