18 د دې په علاقه کښې، يزرعيل، کسولوت، شونيم،
هلته ابنير اشبوست د دې علاقو بادشاه جوړ کړو يعنې د جِلعاد، آشر، يزرعيل، اِفرائيم او بنيامين او په حقيقت کښې د ټول اِسرائيل بادشاه يې جوړ کړو.
هغوئ په ټولو بنى اِسرائيلو کښې يوې ښُکلې پېغلې پسې وګرځېدل او په شونيم کښې يې يوه داسې جينۍ پېدا کړه چې نوم يې ابىشاګ وو او بادشاه له يې راوستله.
هغۀ ورته ووئيل، ”مِهربانى وکړه چې سليمان بادشاه ته ووايه، ما ته پته ده چې هغه به تا ته اِنکار نۀ کوى، چې هغه ما پرېږدى چې شونيمى ښځه ابىشاګ وادۀ کړم.“
هغې ورته ووئيل، ”خپل ورور ادونياه پرېږده چې د ابىشاګ سره وادۀ وکړى.“
نو په يزرعيل کښې د سامريه د اخىاب بادشاه د محل سره نزدې د انګورو يو باغ وو چې د نبوت نومې سړى وو.
نو هغۀ خپل نوکر جيحازى ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او هغه شونيمى ښځه راوغواړه.“ کله چې هغه راغله،
يوه ورځ اليشع شونيم ته لاړو، چرته چې يوه مالداره ښځه اوسېده. هغې هغۀ له د روټۍ دعوت ورکړو، بيا چې هغه کله هم شونيم ته تلو نو د هغې په کور کښې به يې روټۍ خوړله.
هغه د يزرعيل ښار ته راواپس شو چې زخمونه يې روغ شى او اخزياه هلته د مِلاوېدو دپاره ورَغلو.
ياهُو يزرعيل ته ورسېدو. نو چې ايزبل خبر شوه، نو رانجۀ يې پورې کړل، وېښتۀ يې سم کړل او په محل کښې د يوې کړکۍ سره ودرېده او بهر يې کتل.
يزرعيل، يقدِعام، زنوح،
د يوسف قبيلې ورته ووئيل، ”د غرونو مُلک هم زمونږ دپاره کافى نۀ دے، او د مېدانونو او د بيتشان او د دې نه ګېرچاپېره ښارونو او د يزرعيل په وادۍ کښې اوسېدونکى ټول کنعانيان د اوسپنې جنګى ګاډۍ لرى.“
په څلورم ځل پچه د يساکار قبيلې د کورَنو راووتله.
حفارئيم، شِيون، اناخرات،
فلستى فوجيان راغونډ شول او د شونيم ښار سره يې نزدې خېمې ولګولې، ساؤل بنى اِسرائيليان راغونډ کړل او د جِلبوعه په غرۀ يې خېمې ولګولې.