14 په شمال کښې سرحد د حناتون طرف ته تاو وو او د اِفتاحاېل وادۍ سره ختم وو.
دا د هغه ځائ نه نمرخاتۀ په طرف جاتحِفر او عته قاضين ته روان وو او د رِمون په لاره نيعه ته تاو وو.
په دې کښې قطات، نحلال، سِمرون، اِداله او بيتلحم شامل وُو، دا ټول دولس ښارونه وُو، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى وُو.
چرته چې دا نمرخاتۀ طرف ته تاو وو، نو د دې سرحد بيتدجون ته تلے وو او د بيتعميق او نعىاېل د شمال په لاره دا زبولون او د اِفتاحاېل وادۍ سره لګېدلو. دا په شمال کښې کابول ته روان وو،