10 درېمه پچه د زبولون قبيلې د کورَنو راووتله. هغوئ ته چې کومه زمکه مِلاو شوه هغه ساريد ته رسېدلې وه.
دا د لِياه زامن دى، روبين د يعقوب مشر زوئ، شمعون، ليوى، يهوداه، يساکار او زبولون.
زبولون به د سيند په غاړه اوسيږى. د هغۀ د سيند غاړه به د کشتو دپاره محفوظ ځائ وى. د هغۀ علاقه به د صيدا پورې ورسيږى.
د زبولون به يوه حِصه وى، دا به د مشرق نه تر مغرب پورې د يساکار د علاقې سرحد وى.
اول پچه د بنيامين د قبيلې راوتله. د هغوئ زمکه د يهوداه او يوسف قبيلو په مينځ کښې پرته وه.
د دې اوو حِصو د تقسيم يو تفصيل وليکئ او ما له يې راوړئ. بيا به زۀ ستاسو دپاره د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک په وړاندې د مشورې دپاره ستاسو سره پچه واچوم.
د مُلک سرحد د هغه ځائ نمرپرېواتۀ طرف مرعله ته تلے وو، چې دباست او د يقنِعام نمرخاتۀ طرف ته د نِهر سره لګېدو.
د يهوداه ميراث د ضرورت نه زيات وو نو په دې وجه د هغه علاقې يوه برخه د شمعون قبيلې له ورکړے شوې وه.