9 نو هغه سړى په ټول مُلک باندې وګرځېدل او هغوئ د دې بيان وليکلو چې په اوو حِصو کښې به يې څنګه تقسيموى او د ښارونو تفصيل يې وليکلو. بيا هغوئ واپس يشوَع له د سيلا کېمپ ته لاړل.
د کنعان په مُلک کښې د اووۀ قومونو بربادولو نه پس هغۀ د هغوئ زمکه خپلو خلقو له په ميراث کښې ورکړه.
نو يشوَع د هغوئ دپاره په سيلا کښې پچه واچوله چې د مالِک خُدائ سره مشوره وکړى او د بنى اِسرائيلو هرې پاتې شوې قبيلې ته يې د زمکې خپله خپله برخه حواله کړه.
کله چې هغه سړى د مُلک کتلو دپاره روان شول نو يشوَع ورته وفرمائيل چې، ”داسې به وکړئ، په هغه ټول مُلک باندې وګرځئ او تفصيل يې جوړ کړئ او بيا ما له واپس راشئ. او بيا به زۀ دلته په سيلا کښې د مالِک خُدائ په وړاندې د مشورې دپاره تاسو سره پچه واچوم.“