يشوَع 18:8 - Pakistani Yousafzai Pashto8 کله چې هغه سړى د مُلک کتلو دپاره روان شول نو يشوَع ورته وفرمائيل چې، ”داسې به وکړئ، په هغه ټول مُلک باندې وګرځئ او تفصيل يې جوړ کړئ او بيا ما له واپس راشئ. او بيا به زۀ دلته په سيلا کښې د مالِک خُدائ په وړاندې د مشورې دپاره تاسو سره پچه واچوم.“ Faic an caibideil |
ساؤل مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته ووئيل، ”مالِکه خُدايه، تا نن ما له جواب ولې رانۀ کړو؟ مالِکه خُدايه، اے د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، د دې پاکو کاڼو په ذريعه ما له جواب راکړه. کۀ غلطى زما يا د يونتن وى نو د اُوريم په ذريعه جواب راکړه، خو کۀ دا ستا د خلقو بنى اِسرائيلو غلطى وى نو د تميم په ذريعه جواب راکړه.“ نو جواب يې يونتن او ساؤل وُو او خلق خلاص شول.