يشوَع 18:6 - Pakistani Yousafzai Pashto6 د دې اوو حِصو د تقسيم يو تفصيل وليکئ او ما له يې راوړئ. بيا به زۀ ستاسو دپاره د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک په وړاندې د مشورې دپاره ستاسو سره پچه واچوم. Faic an caibideil |
خو ليويانو ته به ستاسو نورو قبيلو سره د زمکې ميراث نۀ ملاويږى، ځکه چې د هغوئ برخه دا ده چې د مالِک خُدائ د اِمامانو په توګه خِدمت وکړى. او د جاد، روبين او د منسى قبيلو ته به نوره زمکه نۀ ملاويږى ځکه چې د مخکښې نه هغوئ ته خپله زمکه د اُردن نمرخاتۀ طرف ته مِلاو شوې ده، کومه چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ هغوئ له ورکړې ده.“