Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 18:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 تاسو به د هرې قبيلې نه درې سړى خوښ کړئ او زۀ به هغوئ ولېږم چې هغه ټوله علاقه وګورى او د دې ميراث د تقسيمولو تفصيل راوړى او بيا به هغوئ ما له واپس راشى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 18:4
9 Iomraidhean Croise  

نو ځکه په تاسو کښې به هيڅوک د مالِک خُدائ په مجلس کښې نۀ وى چې زمکه په پچه تقسيم کړى.


د هرې قبيلې نه يو يو مشر راوغواړه چې ستا مدد وکړى.“


”د دولسو قبيلو د هرې يوې قبيلې نه يو يو مشر خوښ کړه او هغوئ د جاسوسانو په توګه ولېږه چې د کنعان مُلک وګورى، کوم چې زۀ بنى اِسرائيلو له ورکوم.“


نو يشوَع بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”تاسو به ترڅو پورې دومره اِنتظار کوئ چې تاسو لاړ شئ او هغه مُلک ونيسئ کوم چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک تاسو له درکړے دے؟


هغه مُلک به په هغوئ باندې په اوو برخو کښې تقسيم شى، يهوداه به د هغې په جنوبى حِصه کښې ايسار شى او يوسف به د هغې په شمالى حِصه کښې ايسار شى.


د دې اوو حِصو د تقسيم يو تفصيل وليکئ او ما له يې راوړئ. بيا به زۀ ستاسو دپاره د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک په وړاندې د مشورې دپاره ستاسو سره پچه واچوم.


نو هغه سړى په ټول مُلک باندې وګرځېدل او هغوئ د دې بيان وليکلو چې په اوو حِصو کښې به يې څنګه تقسيموى او د ښارونو تفصيل يې وليکلو. بيا هغوئ واپس يشوَع له د سيلا کېمپ ته لاړل.


اوس دولس سړى چې د اِسرائيلو د هرې يوې قبيلې نه يو يو وى غوره کړئ.


”د دولسو قبيلو نه يو يو سړے خوښ کړه


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan