3 نو يشوَع بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل، ”تاسو به ترڅو پورې دومره اِنتظار کوئ چې تاسو لاړ شئ او هغه مُلک ونيسئ کوم چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک تاسو له درکړے دے؟
ناراسته لاسونه يو انسان غريبوى، خو محنتى لاسونه انسان مالداره کوى.
يو ناراسته کس ډېر څۀ غواړى خو څۀ ورته نۀ ملاويږى، خو د محنت کوونکى خواهش تر سره کيږى.
د ناراسته لار د ازغو ډکه وى، خو د نېکانو لارې لکه د پوخ سړک په شان وى.
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
په هغه ورځ به هغوئ يروشلم ته ووائى چې، ”يرېږه مه، اے صيونه، پرى نۀ ږدئ چې ستا لاسونه کمزورى پاتې شى.
په مازيګر کښې هغه بيا ووتو او يوه بله ډله يې اوزګاره وليده. نو هغۀ دوئ ته ووئيل چې تاسو ولې ټوله ورځ داسې خوشى ګرځئ او هيڅ کار نۀ کوئ؟
د داسې خوراک دپاره خوارى مۀ کوئ چې ختميږى بلکې د هغې روټۍ دپاره خوارى کوئ چې تر ابده پاتې کيږى، او کوم به چې اِبن آدم تاسو له درکړى. ځکه چې هم په هغۀ باندې خُدائ پلار خپل مُهر لګولے دے.“
تکړه او زړَور اوسه ځکه کله چې دوئ هغه زمکه قبضه کوى نو تۀ به د هغوئ مشر يې، هغه زمکه چې ما د دوئ پلار نيکۀ سره د هغې لوظ کړے وو.
اوس يشوَع ډېر بوډا شوے وو. مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ ډېر بوډا شوے يې خو تر اوسه پورې په ډېره علاقه باندې قبضه کول پاتې دى،
د بنى اِسرائيلو اووۀ قبيلې تر اوسه پورې داسې وې چې هغوئ ته په هغه مُلک کښې حِصه نۀ وه حواله شوې.
تاسو به د هرې قبيلې نه درې سړى خوښ کړئ او زۀ به هغوئ ولېږم چې هغه ټوله علاقه وګورى او د دې ميراث د تقسيمولو تفصيل راوړى او بيا به هغوئ ما له واپس راشى.
هغوئ جواب ورکړو، ”راځئ چې په ليس حمله وکړُو. مونږ هغه مُلک وليدو او هغه ډېر ښۀ وو. دلته هسې مۀ ايسارېږئ. زر شئ. او هغه مُلک ونيسئ.