Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 18:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 ضِلع، الف، يبوس يعنې يروشلم، جبعه او قِريَت‌يعريم وُو، دا ټول څوارلس ښارونه وُو چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو. دا هغه مُلک دے کوم چې د بنيامين قبيلې کورَنو ته مِلاو شو چې د هغوئ ميراث شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 18:28
22 Iomraidhean Croise  

بيا هغوئ د بنيامين په علاقه ضِلع کښې د ساؤل پلار قيس په قبر کښې د ساؤل او د يونتن هډُوکى ښخ کړل، هم هغه شان چې څنګه بادشاه حُکم کړے وو. او د هغې نه پس خُدائ پاک د هغوئ د مُلک دپاره سوال قبول کړو.


هغه وخت راغلو چې داؤد بادشاه او د هغۀ سړى په يروشلم باندې حملې کولو دپاره روان شول. کوم يبوسيان چې هلته اوسېدل د هغوئ خيال دا وو چې داؤد به ښار فتح نۀ کړى، نو هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”تۀ به هيڅکله دننه نۀ شې راتلے، ړاندۀ او شل دې هم بهر ايسارولے شى.“


په هغه ورځ داؤد خپلو سړو ته ووئيل، ”دلته داسې څوک شته چې هغه د يبوسيانو سره زما هومره نفرت لرى؟ دومره زيات چې هغوئ ووژنى؟ نو د اوبو په سورنګ کښې لاړ شئ او په هغه غريبو، شلو او ړندو باندې حمله وکړئ.“ نو داسې دا يو متل جوړ شو، ”شل او ړاندۀ د مالِک خُدائ کور ته نۀ شى ننوتلے.“


دا د خپلو ډلو اولنى مشران وُو، د هغوئ نومونه په نسب‌نامه کښې ليکلے شوى وُو او هغوئ ټول په يروشلم کښې اوسېدل.


هغوئ د درې نه اوړېدلى دى او شپه به په جبعه کښې تېروى. د راما په ښار کښې خلق يرېدلى دى او د ساؤل بادشاه د ښار جبعې خلق تښتېدلى دى.


اے د بنيامين خلقو، د خپل ځان د بچ کېدو دپاره منډه کړئ او د يروشلم نه وتښتئ. په تقوع کښې بيګل وغږوئ او په بيت‌هکرم کښې د خطرې اعلان وکړئ. ځکه چې د شمال طرف نه لوئ افت او بربادى راروانه ده.


مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيله، د هغه وخت نه چې تا په جبعه کښې ګناه کوله تر اوسه پورې هم هغه شان ګناه کوې. نو ولې دا مناسبه نۀ وه چې په دغه بدعملو په جبعه کښې جنګ راغلو؟


دا د بنيامين قبيلې، قبيلې دى، بالع، اشبيل، اخيرام،


پچه ورباندې واچوئ او هغه زمکه تقسيم کړئ، غټې قبيلې ته زيات ميراث ورکړئ او وړې قبيلې ته لږه زمکه ورکړئ.“


هغه زمکه د پچې په ذريعه په بېلو بېلو قبيلو او قومونو باندې تقسيم کړئ. لوئ قبيلې له ډېره زمکه ورکړئ او وړې قبيلې له لږه زمکه ورکړئ.


خو د يهوداه خلق د دې قابل نۀ وُو چې هغه يبوسيان وشړى کوم يبوسيان چې په يروشلم کښې اوسېدل. يبوسيان تر اوسه پورې هلته د يهوداه د خلقو سره اوسيږى.


کوم چې د غرۀ جنوبى طرف ته د هنوم وادۍ نه تېر شوے وو چرته چې د يبوسيانو يروشلم ښار وو. سرحد بيا د هنوم وادۍ نمرپرېواتۀ طرف ته پاس غر ته ختلے وو، چې د رفائيم وادۍ شمالى سر سره دے.


بيا دا لاندې د غرۀ لمنو ته کوز شوے وو چې د هنوم وادى ترې نه ښکارېده، دا د رفائيم وادۍ شمالى سر سره دے. بيا دا د هنوم په وادۍ کښې جنوبى طرف ته، د يبوسيانو په جنوبى غاړه د عين‌راجل طرف ته تلے وو.


رِقم، ارفيل، تراله،


دوېمه پچه د شمعون قبيلې د کورَنو راووتله. دا علاقه د يهوداه قبيلې په علاقه کښې دننه وه.


خو د بنيامين د قبيلې خلقو هغه يبوسيان ونۀ شړلے شول چې په يروشلم کښې اوسېدل او هم د هغه وخت نه يبوسيان هلته د بنيامين د خلقو سره اوسيږى.


خو هغه سړى نۀ غوښتل چې بله شپه هم تېره کړى، نو هغه او د هغۀ وينځه په خپله مخه روان شول، خپل نوکر او دوه کته شوى خرونه هم ورسره وُو. د ورځې ناوخته وو چې هغوئ يبوس يعنې يروشلم ته نزدې راغلل، نو نوکر خپل مالِک ته ووئيل، ”دلته به ودرېږو او په دې يبوسى ښار کښې به شپه تېره کړُو.“


ساؤل هم واپس په جبعه کښې خپل کور ته لاړو. يو څو تکړه سړى هم ورسره لاړل چې د هغوئ زړونه خُدائ پاک بدل کړى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan