21 د بنيامين د قوم د قبيلو ښارونه دا وُو، يريحو، بيتحجلاه، عميق قصيص،
يوه ورځ هغه د قربانۍ پېش کولو دپاره جبعون ته لاړو چرته چې د قربانۍ مرکزى ځائ وو. هغۀ هلته يو زر سوزېدونکې نذرانې پېش کړې.
”نو دغه شان به د نورو قبيلو وى، د بنيامين به يوه حِصه وى، دا به د مشرق طرف نه تر مغرب طرف پورې وى.
عيسىٰ ورته جواب ورکړو چې، ”يو سړے د يروشلم نه يريحو ته روان وو چې په لاره ډاکوانو ګېر کړو، جامې يې ترې وويستلې، وې وهلو او مرګى حال يې پرېښودلو او ترېنه لاړل.
بيا عيسىٰ يريحو ته ننوتو او د ښار په مينځ کښې تېرېدو.
چې د بيتحجلاه پورې خور وو او د هغه غاړې په شمالى طرف تلے وو چې د هغې نه د اُردن وادى ښکارېده. بيا دا بوهن کاڼى پورې تلے وو، بوهن د روبين زوئ وو،
په شمال کښې د هغوئ سرحد د اُردن سره شروع کېدو او بيا د يريحو شمال طرف ته بره ختلے وو او نمر پرېواتۀ طرف ته د بيتآون په صحرا کښې د غرونو په مُلک کښې تلے وو.
د بيتحجلاه شمالى غاړې نه تېر وو او د مالګې درياب د شمالى خولې سره ختم وو، په کوم ځائ کښې چې د اُردن سيند اوبۀ ورغورزيږى. دا جنوبى سرحد وو.
اُردن يې د نمرخاتۀ طرف ته سرحد وو. دا د هغه مُلک سرحدونه وُو کوم چې د بنيامين قبيلې کورَنو ته مِلاو شُو چې د هغوئ خپل ميراث شى.
بيتاراباه، صمريم، بيتايل،
بيا يشوَع د شطيم کېمپ نه دوه جاسوسان په پټه ولېږل او دوئ ته يې حُکم ورکړو چې، ”لاړ شئ او د کنعان په حقله معلومات حاصل کړئ او خاص کَر د يريحو ښار په حقله.“ کله چې هغوئ هغه ښار ته ورغلل نو لاړل چې د راحب نومې کنجرې کره شپه وکړى.
نو د يريحو دروازې پخې بندې وساتلے شوې چې بنى اِسرائيليان ورننه نۀ وځى. نو د ښار نه نۀ څوک وتے شول او نۀ څوک ورننوتے شول.
د موسىٰ د سخر اولاد قينيان د کجورو د ونو ښار يريحو نه د يهوداه خلقو سره روان وُو، د يهوداه صحرا ته داخل شول. هغوئ په جنوب کښې د عراد د ښار سره نزدې، خلقو سره اوسېدل.