Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 18:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 د بيت‌حجلاه شمالى غاړې نه تېر وو او د مالګې درياب د شمالى خولې سره ختم وو، په کوم ځائ کښې چې د اُردن سيند اوبۀ ورغورزيږى. دا جنوبى سرحد وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 18:19
10 Iomraidhean Croise  

دې پينځو بادشاهانو د سِديم په مېدان کښې اتفاق وکړو او لښکر يې جوړ کړو، چرته چې د مالګې درياب دے.


او هغه ښارونه او ټول مېدان يې تباه کړو، سره د ټولو خلقو او هر هغه څۀ چې په هغه زمکه زرغون شوى وُو، تباه شول.


مالِک خُدائ به بحرِقُلزم اوچ کړى او هغه به خپل لاس د فرات سيند طرف ته اوچت کړى او يوه ګرمه هوا به راولېږى او د دې نه به اووۀ واړۀ نِهرونه جوړ کړى، چې هغوئ په اوچه زمکه په آسانۍ تېر شى.


جنوبى سرحد به د صين صحرا او د ادوم سرحد پورې وى. دا به د نمرخاتۀ په طرف د مالګې درياب د جنوبى آخرى سر نه شروع کيږى.


د هغوئ علاقه د اُردن سيند پورې خوره وه او لاندې د ګليل درياب نه واخله د مالګې درياب پورې او د پِسګه د غرۀ لمنې پورې خوره وه.


په دې کښې د اُردن وادى يعنې په جنوب کښې د ګليل درياب نه واخله د مړ درياب نمرخاتۀ طرف تر بيت‌يسيموت پورې او د پِسګه غر د لمنو پورې علاقې شاملې وې.


دا جنوبى سرحد د مالګې درياب د جنوبى سر نه لاړو،


او د هغه غاړې شمالى طرف ته تېر وو چې د اُردن وادى ترې نه ښکارېده. دا لاندې وادۍ ته ورننوتلے وو،


اُردن يې د نمرخاتۀ طرف ته سرحد وو. دا د هغه مُلک سرحدونه وُو کوم چې د بنيامين قبيلې کورَنو ته مِلاو شُو چې د هغوئ خپل ميراث شى.


نو د اوبو بهېدل بند شو. او لرې د آدم ښار په خوا کښې چې د ضرتان سره نزدې دے هلته اوبۀ د دېوال په شکل ودرېدې. او کومې اوبۀ چې لاندې د مالګې درياب ته بهېدې هغه په مکمله توګه بند شوې او خلق د يريحو سره نزدې پورې غاړه واوړېدل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan