Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 18:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 بيا دا لاندې د غرۀ لمنو ته کوز شوے وو چې د هنوم وادى ترې نه ښکارېده، دا د رفائيم وادۍ شمالى سر سره دے. بيا دا د هنوم په وادۍ کښې جنوبى طرف ته، د يبوسيانو په جنوبى غاړه د عين‌راجل طرف ته تلے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 18:16
19 Iomraidhean Croise  

د ابياتار زوئ يونتن او د صدوق زوئ اخيمعض د عين‌راجل د چينې سره اِنتظار کولو، چې د يروشلم په بهرنۍ غاړه باندې وه، ځکه چې هغوئ دا جرأت نۀ شو کولے چې ښار ته د ننوتلو په وخت وليدے شى. يوه نوکره ښځه به هر وخت تلله او چې څۀ کېدل نو هغوئ ته به يې ووئيل او بيا به هغوئ تلل او داؤد بادشاه ته به يې وئيل.


فلستيان د رفائيم وادۍ ته راروسېدل او دا يې قبضه کړو.


يوه ورځ ادونياه د عين‌راجل چينې سره نزدې، د مار د ګټ سره د ګډانو، غوَيانو او د څربو سخو قربانى پېش کړه. هغۀ د داؤد بادشاه نورو زامنو او د بادشاه وزيرانو او آفسرانو له دعوت ورکړو کوم چې د يهوداه وُو چې د قربانۍ دې مېلمستيا له راشى،


او هغۀ د هنوم په وادۍ کښې د غېرو قومونو د عبادت ځائ توفت هم ناپاک کړو، نو چې هيڅ څوک خپل زوئ يا لور مولک بُت ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه نۀ شى قربانى کولے.


فلستيان د رفائيم وادۍ ته رسېدلى وُو او لوټ مار يې شروع کړو.


د هنوم په وادۍ کښې يې خوشبويۍ سوزولې او تر دې پورې چې خپل زامن يې هم بُتانو ته د سوزېدونکې نذرانو په توګه قربانى کړل. د هغه خلقو د حرامو رِواجونو نقل يې کولو چې کله بنى اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل نو مالِک خُدائ هغه د غېرو قومونو خلق د هغه مُلک نه شړلى وُو.


هغۀ د هنوم په وادۍ کښې خپل زامن د سوزېدونکې نذرانو په توګه قربانى کړل. هغۀ د غېبو کارونو او جادو نه کار اخستلو او قسمت ښودونکو او د فالګرو سره يې مشورې وکړې. هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف لويه ګناه وکړه او د هغۀ غصه يې راوپاروله.


ډېره موده مخکښې يو ځائ تيار شوے وو چرته به چې يو لوئ اور د اسور بادشاه سوزوى. د لرګو يو اوچت ډېرے به وى. مالِک خُدائ به د نِهر په شان د سوزېدونکو ګوګړو يوه لمبه پو کړى او دې له به اور ورکړى.


او هغوئ ته ووايه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائيلى دى، زۀ به د دې منګى په شان دا قوم او دا ښار ټوټې ټوټې کړم چې د بيا جوړېدو امکان به يې نۀ وى. په هغه وخت کښې به هغوئ خپل مړى په توفت کښې ښخوى، تر هغې پورې چې د ښخولو نور ځائ پاتې نۀ شى.


او د بنى‌هنوم وادۍ ته لاړ شه، او د کُلالانو د ماتو لوښو دروازې ته مخامخ هلته هغه پېغام خلقو ته بيان کړه کوم چې زۀ تا له درکوم.


نو مالِک خُدائ فرمائى چې خبردار، هغه وخت راروان دے چې خلق به نور دې ځائ ته د ”توفت“ يا بنى‌هنوم وادى ونۀ وائى، بلکې دا به ”د قتل و غارت د وادۍ“ په نوم مشهوره شى.


هغوئ د هنوم په وادۍ کښې بعل ته علاقائى عبادتخانې د دې دپاره جوړې کړې چې مولک بُت ته خپل زامن او لوڼه قربانى کړى. نۀ خو ما هغوئ له د داسې کولو حُکم ورکړو او نۀ زما ذهن ته داسې خرابه خبره راغلې ده چې هغوئ به داسې په بد او پليت کار کولو سره يهوداه ګناه ګار کړى.“


خو د يهوداه خلق د دې قابل نۀ وُو چې هغه يبوسيان وشړى کوم يبوسيان چې په يروشلم کښې اوسېدل. يبوسيان تر اوسه پورې هلته د يهوداه د خلقو سره اوسيږى.


ضِلع، الف، يبوس يعنې يروشلم، جبعه او قِريَت‌يعريم وُو، دا ټول څوارلس ښارونه وُو چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو. دا هغه مُلک دے کوم چې د بنيامين قبيلې کورَنو ته مِلاو شو چې د هغوئ ميراث شى.


خو د بنيامين د قبيلې خلقو هغه يبوسيان ونۀ شړلے شول چې په يروشلم کښې اوسېدل او هم د هغه وخت نه يبوسيان هلته د بنيامين د خلقو سره اوسيږى.


د يهوداه سړو په يروشلم حمله وکړه او قبضه يې کړو. هغوئ د دې خلق ووژل او په ښار يې اور ولګولو.


خو هغه سړى نۀ غوښتل چې بله شپه هم تېره کړى، نو هغه او د هغۀ وينځه په خپله مخه روان شول، خپل نوکر او دوه کته شوى خرونه هم ورسره وُو. د ورځې ناوخته وو چې هغوئ يبوس يعنې يروشلم ته نزدې راغلل، نو نوکر خپل مالِک ته ووئيل، ”دلته به ودرېږو او په دې يبوسى ښار کښې به شپه تېره کړُو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan