Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 18:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 بيا سرحد په يو بل طرف باندې تلے وو، د دې غرۀ د نمرپرېواتۀ طرف نه جنوبى طرف ته تاو وو او قِريَت‌بعل ته تلے وو چې بل نوم يې قِريَت‌يعريم دے، کوم ځائ چې د يهوداه د قبيلې دے. دا د نمرپرېواتۀ طرف ته سرحد وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 18:14
9 Iomraidhean Croise  

او هغوئ يې په يهوداه کښې بعله ته بوتلل، چې د هغه ځائ نه د خُدائ پاک د لوظ صندوق راوړى چې دا صندوق د ربُ الافواج په نوم ياديږى، چې هغه د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې اوسيږى.


هلته قِريَت‌بعل يعنې، قِريَت‌يعريم او ربه وُو، دوه ښارونه، چې ګېرچاپېره ترې نه کلى هم وُو.


د هغه ځائ نه دا د نفتوح چينو ته او بهر د عِفرون سره نزدې ښارونو ته تلے وو. دا هلته د بعله يعنې قِريَت‌يعريم طرف ته تاو وو،


هغه سرحد بيا بره د لوز جنوبى طرف ته تلے وو چې د دې بيت‌ايل نوم هم وو، بيا عطارات ادار ته کوز شوے وو چې د بيت‌حورون په جنوب طرف په غر باندې وو.


جنوبى سرحد يې د قِريَت‌يعريم په غاړه شروع شوے وو او د نفتوح چينو ته تلے وو.


نو اِسرائيليان روان شول او درې ورځې پس هغه ښارونو ته ورسېدل چې دا خلق په کښې اوسېدل، جبعون، کفيره، بيروت او قِريَت‌يعريم.


بله ډله بيت‌حورون طرف ته لاړه او هغه بله يوه د حد پولې ته لاړه چې د کوم ځائ نه د صبوئيم وادى او بيابان ښکارېدو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan