13 هغه سرحد بيا بره د لوز جنوبى طرف ته تلے وو چې د دې بيتايل نوم هم وو، بيا عطارات ادار ته کوز شوے وو چې د بيتحورون په جنوب طرف په غر باندې وو.
هغۀ په هغه ځائ بيتايل نوم کېښودو. دا ښار مخکښې د لوز په نوم مشهور وو.
د بنيامين قبيلې خلق په دې ځايونو کښې اوسېدل، جبعه، مِکماس، عياه، بيتايل او د دې نزدې کلو کښې،
په کوم وخت کښې چې اموريان د بنى اِسرائيلو نه لاندې درې ته تښتېدل، نو مالِک خُدائ تر عزيقه پورې په هغوئ باندې لويه ږلۍ ووروله. په ږلۍ باندې د هغې نه هم زيات مړۀ شول چې څومره بنى اِسرائيلو وژلى وُو.
دا د اِفرائيم د قبيلې د کورَنو علاقه وه، د هغوئ سرحد نمرخاتۀ طرف ته د عطارات ادار نه پاسنى بيتحورون ته تلے وو.
بيا سرحد په يو بل طرف باندې تلے وو، د دې غرۀ د نمرپرېواتۀ طرف نه جنوبى طرف ته تاو وو او قِريَتبعل ته تلے وو چې بل نوم يې قِريَتيعريم دے، کوم ځائ چې د يهوداه د قبيلې دے. دا د نمرپرېواتۀ طرف ته سرحد وو.
بيتاراباه، صمريم، بيتايل،
قِبضيم او د بيتحورون ښارونه، چې د څرن زمکې د دې سره وې.
بله ډله بيتحورون طرف ته لاړه او هغه بله يوه د حد پولې ته لاړه چې د کوم ځائ نه د صبوئيم وادى او بيابان ښکارېدو.