Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 18:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 په شمال کښې د هغوئ سرحد د اُردن سره شروع کېدو او بيا د يريحو شمال طرف ته بره ختلے وو او نمر پرېواتۀ طرف ته د بيت‌آون په صحرا کښې د غرونو په مُلک کښې تلے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 18:12
11 Iomraidhean Croise  

د سامريه ښار اوسېدونکى د يرې نه ريږدى چې په بيت‌آون کښې به د سخى بُت سره څۀ کيږى. د دې خلق به د دې دپاره ژړا کوى، او د دې اِمامان به د دې شان او شوکت يادوى او ماتم به کوى، ځکه چې دا به د دوئ نه بل مُلک ته يوړلے شى.


اے بنى اِسرائيله، اګر چې تۀ زنا کوې، خو يهوداه دې داسې ګناه نۀ کوى. په جِلجال يا په بيت‌آون کښې عبادت مۀ کوه او نۀ چې هلته د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم وخورئ.


په جبعه کښې د جنګ دپاره بيګلې وغږوئ. په راما کښې د خبردارى دپاره آواز وکړئ. په بيت‌آون کښې جنګى نعره ووهئ. اے بنيامينيانو، تاسو مخکښې شئ مونږ درپسې يُو.


د يوسف اولاد ته چې کوم مُلک حواله شوے وو د هغې جنوبى سرحد د يريحو سره نزدې د اُردن نه شروع شوے وو، دا هغه ځائ وو چې د يريحو چينو نمرخاتۀ طرف ته وو او صحرا ته تلے وو. دا د يريحو نه تلے وو او تر بيت‌ايل پورې د غرونو مُلک ته ننوتلے وو.


اول پچه د بنيامين د قبيلې راوتله. د هغوئ زمکه د يهوداه او يوسف قبيلو په مينځ کښې پرته وه.


بيا يشوَع د شطيم کېمپ نه دوه جاسوسان په پټه ولېږل او دوئ ته يې حُکم ورکړو چې، ”لاړ شئ او د کنعان په حقله معلومات حاصل کړئ او خاص کَر د يريحو ښار په حقله.“ کله چې هغوئ هغه ښار ته ورغلل نو لاړل چې د راحب نومې کنجرې کره شپه وکړى.


نو د اوبو بهېدل بند شو. او لرې د آدم ښار په خوا کښې چې د ضرتان سره نزدې دے هلته اوبۀ د دېوال په شکل ودرېدې. او کومې اوبۀ چې لاندې د مالګې درياب ته بهېدې هغه په مکمله توګه بند شوې او خلق د يريحو سره نزدې پورې غاړه واوړېدل.


نو د يريحو دروازې پخې بندې وساتلے شوې چې بنى اِسرائيليان ورننه نۀ وځى. نو د ښار نه نۀ څوک وتے شول او نۀ څوک ورننوتے شول.


يشوَع څۀ سړى د يريحو نه د دې حُکم سره ولېږل چې د عى ښار جاسوسى وکړى. د عى ښار د بيت‌ايل نمرخاتۀ په طرف او د بيت‌آون سره نزدې وو. نو سړى لاړل او جاسوسى يې وکړه.


يشوَع او د هغۀ سړو داسې ښکاره کړه چې په شا کيږى او د صحرا طرف ته تښتى.


فلستيان د بنى اِسرائيلو خِلاف د جنګ دپاره راغونډ شول، د هغوئ سره دېرش زره جنګى ګاډۍ وې، شپږ زره په آسونو سوارۀ کسان او دومره ډېر فوجيان ورسره وُو لکه چې په سمندر کښې څومره شګې دى. هغوئ د بيت‌آون نمرخاتۀ طرف ته مِکماس ته لاړل او هلته يې خېمې ولګولې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan