Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يشوَع 18:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 کله چې هغوئ هغه مُلک فتح کړو نو د هغې نه پس، د بنى اِسرائيلو ټول قوم په سيلا کښې راغونډ شو او د مالِک خُدائ د حضور مقدسه خېمه يې ودروله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يشوَع 18:1
26 Iomraidhean Croise  

د هغه وخت نه واخله چې ما بنى اِسرائيل د مِصر نه راوويستل تر اوسه پورې زۀ کله هم په يو کور کښې نۀ يم اوسېدلے، ما د هغوئ سره سفر کولو او په يوه خېمه کښې اوسېدم.


يربعام خپلې ښځې ته ووئيل، ”خپل مخ پټ کړه چې څوک دې ونۀ پېژنى او سيلا ته لاړه شه چرته چې اخياه پېغمبر اوسيږى، چا چې فرمائيل چې زۀ به د اِسرائيل بادشاه جوړېږم.


نو هغه په سيلا کښې د اخياه کور ته لاړه. د ډېر عُمر په وجه اخياه ړوند شوے وو.


بيا سليمان ابياتار د مالِک خُدائ د اِمامت د خِدمت نه لرې کړو، نو داسې چې مالِک خُدائ په سيلا کښې د عيلى اِمام او د هغۀ د اولاد په حقله څۀ فرمائيلى وُو هغه يې رښتيا کړل.


هغوئ د کنعان مُلک قبضه کړو، هلته چې کوم خلق اوسېدل تۀ په هغوئ باندې غالِب راغلې. تا خپلو خلقو له هغه طاقت ورکړو چې د هغوئ سره هغه شان کار وکړى چې څۀ يې خوښه وى څوک چې د کنعان بادشاهان او خلق وُو.


او هغۀ د سيلا پاکه خېمه پرېښوده، کومه خېمه چې هغۀ د بنيادمو مينځ کښې لګولې وه.


هغۀ خپل دشمنان په شا وتنبول، او هغه يې د تل دپاره په شرمونو وشرمول.


نو زۀ به د دې کور سره هم هغه شان کار وکړم لکه څنګه مې چې د سيلا سره کړے وو، او د زمکې په مخ به د دُنيا ټول قومونه د دې ښار نوم په لعنت کولو سره اخلى.“


تۀ ولې د مالِک خُدائ په کور کښې د هغۀ په نوم پېغام ورکوې چې دا کور به لکه د سيلا په شان شى او دا ښار به په صحرا او کنډرو بدل شى؟“ نو د مالِک خُدائ په کور کښې ټول خلق د يرمياه نه راتاو شول.


اتيا کسان د شِکم، سيلا او سامريه نه د خُدائ کور ته راغلل چې عبادت وکړى. هغوئ خپلې ږيرې د غم په وجه خرئيلې وې، او د غم په وجه يې خپلې جامې هم شلولې وې او خپل ځانونه يې هم زخمى کړى وُو. او خپل ځان سره يې غله دانه او خوشبو مالِک خُدائ ته د نذرانې پېش کولو په توګه راوړې وې.


او هغه مُلک ونيسى. بيا تاسو راواپس کېدے شئ، ځکه چې تاسو به د مالِک خُدائ او د خپلو بنى اِسرائيلو سره ذمه وارى پوره کړې وى. نو بيا د مالِک خُدائ په نظر کښې دا مُلک ستاسو دے.


زمونږ پلار نيکونو د يشوَع سره هغه خېمه راوړه، کله چې هغوئ د هغه قومونو په مُلک قبضه وکړه کوم چې خُدائ پاک د هغوئ نه مخکښې وويستل. دا خېمه په هغه مُلک کښې د داؤد تر وخته پورې وه.


د بنى اِسرائيلو اووۀ قبيلې تر اوسه پورې داسې وې چې هغوئ ته په هغه مُلک کښې حِصه نۀ وه حواله شوې.


کله چې هغه سړى د مُلک کتلو دپاره روان شول نو يشوَع ورته وفرمائيل چې، ”داسې به وکړئ، په هغه ټول مُلک باندې وګرځئ او تفصيل يې جوړ کړئ او بيا ما له واپس راشئ. او بيا به زۀ دلته په سيلا کښې د مالِک خُدائ په وړاندې د مشورې دپاره تاسو سره پچه واچوم.“


اِلى‌عزر اِمام، د نون زوئ يشوَع، د بنى اِسرائيلو د کورَنو مشرانو د زمکې دا برخې د پچې په ذريعه حواله کړې او په سيلا کښې يې د مالِک خُدائ سره د مشورې په مطابق د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې داسې وکړل، نو په دې طريقه هغوئ د زمکې تقسيمول ختم کړل.


هلته د کنعان په مُلک سيلا کښې مشرانو هغوئ ته ووئيل، ”مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه حُکم کړے دے چې مونږ له به د اوسېدو دپاره ښارونه راکولے شى او داسې د دې نه ګېرچاپېره زمونږ د څاروو دپاره به د څرن زمکه راکولے شى.“


کله چې بنى اِسرائيل د دې نه خبر شول، نو د سيلا سره ټول قوم د دې دپاره راغونډ شو چې د نمرخاتۀ طرف ته قبيلو خِلاف جنګ وکړى.


نو بيا، کۀ ستاسو مُلک د عبادت دپاره ښۀ نۀ وى، نو د مالِک خُدائ مُلک ته ورننوځئ، چرته چې د هغۀ مقدسه خېمه ده. زمونږ په مينځ کښې په څۀ زمکه باندې دعوىٰ وکړئ. خو د مالِک خُدائ خِلاف سرکشى مۀ کوئ او نۀ چې مونږ سرکشه کړئ چې د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک د قربان‌ګاه نه علاوه يوه قربان‌ګاه جوړه کړُو.


د روبين، جاد او نمرخاتۀ طرف ته منسى قبيلو خلق واپس خپلو کورونو ته لاړل. هغوئ پاتې بنى اِسرائيل د کنعان په مُلک سيلا کښې پرېښودل او خپل مُلک جِلعاد ته يې سفر شروع کړو، دا مُلک هغوئ د هغه حُکم په مطابق نيولے وو چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه کړے وو.


تر کومې پورې چې د خُدائ پاک کور په سيلا کښې وو نو تر هغه وخته پورې د ميکاه بُت هلته وو.


د يبيس په خلقو کښې هغوئ څلور سوه داسې پېغلې پېدا کړې چې د چا لاس هم ورته نۀ وُو رسېدلے، نو هغوئ يې په سيلا کښې کېمپ ته راوستلې، کوم چې د کنعان په مُلک کښې دے.


بيا هغوئ ووئيل، ”په سيلا کښې د مالِک خُدائ کلنى مېله زر راروانه ده.“ د بيت‌ايل شمال او د لبونه جنوب طرف ته او د بيت‌ايل او شِکم په مينځ کښې چې کومه لار ده او نمرخاتۀ طرف ته سيلا دے.


چې کله هغه د مور د تى نه منعې شو نو هغه يې سيلا ته بوتلو، ورسره يې يو درې کلن سخے، لس کېلو اوړۀ او يوه ډکه مشکيزه د ميو يوړه. او هغې په سيلا کښې د مالِک خُدائ کور ته سموئيل بوتلو اګر چې هغه لا وړوکے ماشوم وو.


القنه به هر کال د راما نه تلو چې په سيلا کښې د ربُ الافواج عبادت وکړى او قربانى ورته پېش کړى، چرته چې د عيلى دوه زامن حُفنى او فينحاس د مالِک خُدائ اِمامان وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan